لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان لخوا دطالب بنديانو دخوشې کولو هرکلى


 دپاکستان دخارجه دفتر له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې په خوشې کړل شوؤ کې دهلمند پخوانى گورنر عبدالباري، پخوانى دانصاف وزير نورالدين ترابي، دکابل پخوانى گورنر ملا داؤدجان، پخوانى وزير الله داد طيب او ميراحمدگل شامل دي
دپاکستان دخارجه دفتر له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې په خوشې کړل شوؤ کې دهلمند پخوانى گورنر عبدالباري، پخوانى دانصاف وزير نورالدين ترابي، دکابل پخوانى گورنر ملا داؤدجان، پخوانى وزير الله داد طيب او ميراحمدگل شامل دي
دافغانستان دبهرنو چارو مرستيال وزير جاويد لودين دپاکستان لخوا د8ؤ طالب جنگيالو دخوشې کولو دگام ستائينه کړې او پاکستان څخه يې دنورو طالبانو دخوشې کولو غوښتنه کړې ده.
پاکستان افغانستان کې دجوړجاړي په عمل کې دپرمختگ لپاره نور 8 افغان طالب بنديان خوشې کړي دي.
دپاکستان دخارجه دفتر له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې په خوشې کړل شوؤ کې دهلمند پخوانى گورنر عبدالباري، پخوانى دانصاف وزير نورالدين ترابي، دکابل پخوانى گورنر ملا داؤدجان، پخوانى وزير الله داد طيب او ميراحمدگل شامل دي.
بيان کې دخوشې کړل شوؤ نورو دريوؤ طالبانو نومونه نۀ دي په ډاگه کړل شوي.
دپاکستان دخارجه دفتر له لوري دگل په شپه جاري شوي دغه بيان کې وئيل شوي دي چې دامنيتي شورا په غوښتنه نومبر کې هم پاکستان 18 طالب بنديان خوشې کړي وؤ، چې دغه شان پاکستان کې دنيول شوؤ طالب بنديانو څخه تر دې مهاله 26 کسان خوشې کړل شوي دي.
دافغانستان دبهرنو چارو مرستيال وزير جاويد لودين دپاکستان لخوا دطالب بنديانو دخوشې کولو ددغه گام ستائينه کړې او وئيلي يې دي چې مونږ داسلام څخه دنورو بنديانو دخوشې کولو توقعو کوؤ.
دافغانستان دامنيتي شورا مشرانو هم دطالب بنديانو دخوشې کولو هرکلى کړى او دا يې يو مهم پرمختگ گرځولى.
دپاکستان په سينيټ کې دخارجه چارو دکميټې پخواني مشر سليم سيف الله وائس اف امريکا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې دغه بنديان دافغان حکومت په غوښتنه خوشې کړل شوي، ځکه نو هيله ده چې ددې سره به افغانستان کې دجوړجاړي په عمل کې مثبت پرمختگ وشي.
هغه وائي چې په افغانستان کې دحالاتو په ښه کولو کې دپاکستان کردار مهم دى.
پاکستان کې دافغان طالبانو يو مهم مشر ملا عبدالغني برادر هم بندي دى ، خو تر دې مهاله دهغه دخوشې کولو په اړه اطلاعات مخې ته نۀ دي راغلي.
دنومبر په مياشت کې دافغانستان دامنيتي شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشرۍ کې يو هيئت دپاکستان درې ورځنى سفر کړى ؤ، پاکستاني چارواکو سره دهغوي دليدنې وروستو په يو گډ بيان کې وئيل شوي وؤ چې افغانستان کې دجوړجاړي په عمل کې دپرمختگ لپاره به پاکستان کې نيول شوي طالب بنديان خوشې کولى شي ، چې امريکا هم دپاکستان ددغه گام ستائينه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG