لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په تورخم کې په افغاني خوراکي توکو ۴۸ بار ټرکونه درول شویدي


د پاکستان ګمرکي چارواکي وايي په تورخم کې یې له افغانستان څخه په تازه میوو او ترکاریو بار ټرکونه له دې امله درولي چې د دوی په وینا اړین اسناد نه لري.

دا مهال په تورخم کې په تازه میوو او ترکاریو باندې ۴۸ بار لارۍ موټرې پر ځای ولاړې دي او زیاتې نورې په افغانستان کې له دې امله نه ډکیږي چې دوی به هم په تورخم کې ودرول شي. د تورخم په ګمرک کې ددغو ټرکونو یا لاریو موټرو په درولو سره ځايي سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

په تورخم کې د ځایي سوداګرو له ډلې حیات الله شینواري وي او اې ډیوه ته وویل:( سوداګر ځکه له ستونزو سره مخ شوي چې په خوراکي توکو تقریبا ۵۰ ټرکونه ولاړ دي چې څه په کې خراب شول او پاتې نور هم په خرابېدو دي او سوداګرو ته یې د کړوړونو روپیو تاوان رسیږي.)

ده وړاندې وویل، په تورخم کې د ګمرک چارواکو ورته ویلي دي چې ورڅخه غوښتل شوي اسناد باید چمتو کړي ترڅو یې ټرکونه خوشي کړای شي خو دی وايي هېڅوک ورته داسې اسناد نه ورکوي.

په تورخم کې د ځايي سوداګرو په وینا د خوړو د ملي ادارې د چارواکو لخوا ورته تر دې مخکې د خوراکي توکو د وارداتو په برخه کې داسې کوم اسناد نه دي ورکړل شوي.

دغه سوداګر ادعا کوي چې په کال ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م د پاکستان د ماليې او سوداګرۍ له وزارتونو څخه په اعلان شویو پالیسیو کې د داسې کوم سند یادونه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په تورخم باندې د هر ډول پاکستاني توکو د صادراتو (برامداتو) لړۍ پرمخ روانه ده.

XS
SM
MD
LG