لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیه پاکستان ته: د ټولو ترهگرو ډلو پرضد اقدام وکړه


د برطانیې وزیراعظمې ټریزا مې د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ټلیفوني خبرې وکړې. د ټریزا مې دفتر وویل چې په دې خبرو کې مېرمن مې د ټولو ترهگرو ډلو پر ضد د پاکستان د گام اوچتولو پر اهمیت ټینگار کړی دی.

پس له هغه چې په هندي کشمیر کې یوه درنه ځانمرگې چاودنه وشوه او لږترلږه ۴٠ هندي ملیشه عسکر په کې ووژل شول، هند او پاکستان له یو بل سره د جگړې پر پوله ودرېدل. د هغې حملې ذمه واري، جیش محمد ډلې پرغاړه واخیسته.

هند پر پاکستان تور لگوي چې جیش محمد ډلې ته یې ځای ورکړی دی، خو اسلام آباد دا الزام نه مني.

د برطانیې د وزیراعظمې دفتر له عمران خان سره د هغې د خبرو په هکله بیان ورکړ او ویې ویل: "هغې د عمران خان د دې ژمنې هرکلی وکړ چې گني له هند سره به کرکیچ راکم کړي."

د ټریزا مې د دفتر په بیان کې دا هم راغلي چې دواړه مشران پر دې اړتیا هم وغږېدل چې د لانجې اصلي عواملو ته څنگه باید رسیدگي وشي.

رایټرز د برطانیې د وزیراعظمې د دفتر په حواله دا هم لیکلي چې ټریزا مې د دې ټکي پر مهم والي ټینگار وکړ چې پاکستان باید د ترهگرۍ خلاف د عالمي مبارزې د هغو په ملاتړ، د ټولو تروریستي ډلو پرخلاف اقدام وکړي.

پاکستان د ځینو گاونډیو هیوادونو له خوا په دې تورن دی چې د ترهگرو ډلو په وړاندې یو شان اقدام نه کوي بلکې د خپلو مقاصدو دپاره ځیني تندلارې او ترهگرې ډلې د گاونډیو پرضد کاروي او هغو ته پناه ورکوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ لانجې وروسته چې په کې د هند د هوایي قواوو الوتکو هم د پاکستان د خاورې د بمباري کولو دعوه وکړه، پخپله له پاکستانه پرته بل د نړۍ هیڅ کوم هیواد د هند دا کار ونه غنده.

له برطانیې دمخه، امریکا هم پر اسلام آباد همدا شان فشار واچوه. خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې د وروستیو لانجو په تړاو یې له خپل امریکایي سیال مایک پامپیو سره ټلیفوني خبرې وکړې، نو هغه هم پر دې ټکي ټینگار کړی و چې پاکستان باید د ترهگرو ډلو پر خلاف سنجیده اقدام وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG