لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان صدر حامد کرزی به زر د پاکستان دوره کوي


د پاکستان د قامي سلامتیه او خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز تیره هفته د کابل د سفر په مهال د افغان خارجه وزیر زلمی رسول سره خبري کانفرنس ته وینا کوي
د افغانستان خارجه وزارت ویلې د هیواد صدر حامد کرزی به زر د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په بلنه د پاکستان دوره کوي.
د افغان خارجه وزارت ترجمان جانان موسی' زۍ د اتوار په ورځ کابل کې خبر نگارانو ته ویلي صدر حامد تیره هفته د پاکستان لخوا د دورې بلنه قبوله کړې ده او افغان صدر به زر د پاکستان دوره کوي.
موسی' زۍ وویل افغان صدر او د پاکستان نوی وزیراعظم نواز شریف به د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې نوی باب پرانځي.
د افغانستان او پاکستان تعلقات په دې ورستۍ موده کې د تاؤ تریخوالي ښکار شوي دي.
تیره هفته د پاکستان د خارجه چارو او قامي سلامتیه مشیر سرتاج عزیز د کابل دوره کړې وه او صدر حامد کرزي ته د پاکستان د دورې بلنه ورکړې وه.
XS
SM
MD
LG