لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له افغانستان څخه د وزیرستان د کډوالو د ستنېدو دوهم پړاو پیل شوی


د بنو سره نژدې د شمالي وزیرستان لویه لار

د پولېټېکل انتظامیې چارواکي وايي، د دوی د پلان له مخې هره ورځ ۵۰ کورنۍ د غلام خان بندر له لارې شمالي وزیرستان ته اوړي او دا بهیر به یوه میاشت دوام لري.

خبر زیاتوي، د بنو د بکا خېلو کېمپ ته په رسېدو لومړی ددغو بېرته ستانه شویو کډوالو نوم لیکنه کیږي او تر هغې وروسته به په شمالي وزیرستان کې خپلو مېنو ته ستنېږي.

د پولېټېکل انتظامې د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا وخت په افغانستان کې له وزیرستان څخه بې کوره شوې ۴۰۰۰ کورنۍ د کډوالۍ ژوند کوي خو ځايي خلک دغه شمېره تر لسو زرو زیاته ګڼي.

دغه وزیرستانۍ کورنۍ درې کاله مخکې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد د ضرب عضب په نامه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته کډه شوې وې.

تېر کال ددغو کډوالو په لومړي پړاو ستنېدنه کې تر ۳۰۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې وې.

XS
SM
MD
LG