لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو ایچ او: په پاکستان کې د پولیو وایرس په پراخه کچه موجود دی


مېرمن ریس وویل چې د پریشانۍ خبره دا ده چې په تیرو څو میاشتو کې د پولیو وایرس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو خواو ته انتقال شوی دی

د ملگرو ملتونو د صحت ادارې، ورلډ هېلت ارگنایزیشن، ویلي د پولیو مرض اوس هم د صحت په مد کې د نړۍ دپاره بېړنې حال لري، د خپرېدو امکان یې زیات دی او په پاکستان کې د دې مرض جراثیم شته.

د ډبلیو ایچ او د بېړني حالاتو د کمېټۍ مشرې اېلن ریس وویل چې په پاکستان کې اوس هم پراخه کچه د پولیو وایرس وجود لري او په افغانستان کې د خراب امنیت له امله لکونو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نشي ورکړی کیدی.

اېلن ریس وايي په پاکستان کې د چاپېریال نه اخیستل شویو نمونې کې په پراخه کچه د پولیو وایرس موندل شوی دی او د امنیت د کړکیچن صورتحال له امله په افغانستان کې لسو مېلینو ماشومانو ته رسايي نشي کیدی چې د پولیو نه د محفوظ کیدو ویکسین ورکړی شي.

مېرمن ریس وویل چې د پریشانۍ خبره دا ده چې په تیرو څو میاشتو کې د پولیو وایرس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو خواو ته انتقال شوی دی.

اېنډ پولیو نومې ویب پاڼه وايي سږ کال په پاکستان کې د پولیو اته کېسونه رپورټ شوې دي او د افغانستان د روغتیا وزارت په خپلې ویب پاڼې د شپاړسو کېسونو خبر ورکړی دی خو ډاکټر نوروز حقمل چې د افغانستان په روغتیا وزارت کې یې دنده ترسره کړې ده او دا وخت په برطانيه پي اېچ ډي کوي وي او ای ډیوه ته یې په وېټس اېپ یو پېغام کې وویل سږ کال په افغانستان کې د پولیو د ٢٠ ناروغانو تصدیق شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترڅنگ ناېجیریا د نړۍ هغه دریم هېواد دی چې پولیو پکې لا دنه ختم کړی شوي. خو د افغانستان او پاکستان برعکس، په ناېجیریا کې پرمختگ شوی دی.

په ناېجیریا کې د پولیو د مخنیوي د پروگرام مشر مایکل زېفرین وايي په تیرو دوو کلونو کې ناېجیریا کې د پولیو وایرس نه دی موندل شوی.

هغه وویل که چېرې په ناېجیریا کې دغه صورتحال پاتې شو نو د کال ٢٠١٩ او یا ٢٠٢٠ پورې افریقا د پولیو نه صفا ټاکل کیدی شي. هغه وویل په اینده پنځو کلونو کې په افریقا کې د پولیو د ختمولو د ورستي کوښښونو دپاره د څلور اشاریه دوه اربه ډالرو ضرورت دی.

د پولیو د مخنیوي دپاره په کوښښونو کې کامیابۍ شوې دي. په نړۍ کې د پولیو د مخنیوي دپاره د پروگرامونو شروع کېدو نه وړاندې به په دنیا کې هرکال درې نیم لکه ماشومان پولیو وهل خو په موجوده وخت کې دا شمېره اتویشتو ته راکمه شوې ده.

د ډبلیو ایچ او د اېمرجنسي یا د بېړني حالاتو کمېټۍ مشره اېلن ریس وايي په ظاهره داسې ښکاري چې نړۍ ته د پولیو نه څه خطر نشته خو د پولیو خلاف شوی پرمختگ انتهايي حساس دی.

اېلن ریس وايي دا ویره شته چې پولیو بیا رابسیره شي، د یو ځای نه بل ته منتقل شي او په هر ملک کې چې د پولیو خلاف کوښښونه شوې دي، بیرته ختم شي.

د پولیو علاج نشته، خو ماشومان ددې مرض نه د محفوظ ساتلو دپاره ورسته څاڅکې ورکولی شي. د پولیو وایرس د انسان په اعصابي نظام حمله کوي او بدن د ټول عمر دپاره معزوره کړي. پولیو د انساني فضلې په زریعه د یو انسان نه بل انسان ته خوریږي. په بدن د پولیو علامات د تبي، درد، سر درد، باکیو او د لاسونو پښو د سخیتدو په شکل کې راښکاره کیږي.

XS
SM
MD
LG