لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نوي پاکستان کې احمدیان اعلا حکومتي څوکیو ته رسیدی شي؟


د پاکستان د نوي حکومت د نوې ټاکل شوې اقتصادي ماهرانو د شورا نه د یو قادیاني کاپوهه عاطف میا لرې کول ښايي چې پاکستان کې د لږکي مذهبي ډلې “احمدي” غړي یو ځل بیا د پاکستان د پیچلي سیاست او په واکمنو د تندروه مذهبي ډلو د فشار قرباني شوي دي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري په ټویټر ویب پاڼه باندې د جمعې په ورځ ویلي حکومت د اقتصادي مشاورتي کمیټۍ نه د عاطف میا ټاکنه بیرته اخستو فیصله کړې او دا چې حکومت عالمان او ټولې طبقې د ځان سره یو ځای مخ په وړاندې بوتلل غواړي. نوموړي ویلي که چرې د یو ټاکنې سره مختلف تاثر پیدا کیږي نو دا مناسب نه دی.

فواد چوهدري هم ددغه ټویټ نه څو شېبې وروسته یو بل ټویټ کې لیکلي چې د عمران خان خیالي ریاست مدینه ده او دا چې وزیراعظم او هغه کابینې غړي د اسلام د پېغمبر عاشقان دي.

عاطف میا د امریکې پرنسټن یونیورسټۍ کې د اقتصادي چارو کارپوهه دی. نوموړي د امریکا په لوړپوړو یونیورسټیو کې لوستې کړي او د هاوس آف ډېټ په نامه د یو چهاپ کتاب شریک لیکوال هم دی. د امریکا معتبرو ورځپاڼو ددغه کتاب ستاینه کړې.

د مشاورتي کمیټۍ نه د عاطف میا نوم لرې کولو په سر په سوشل میډیا تاوده بحثونه راپاریدلي.

عاطف میا، او نور په حکومتي فیصله څه وايي؟

د مشاورتي کمېټۍ نه د لرې کیدو وروسته عاطف میا په خپل ټوېټر باندې ویلي: “د حکومت پاکستان د سلامتیا په خاطر يې استعفا ورکړې….. حکومت زما د ټاکنې په اړه د ملایانو (مسلمان عالمان) او د هغوي د ملاتړو د سخت فشار لاندې وو.٬٬

په لاهور کې د لمز یونیورسټۍ پخوانی وایس چانسلر عادل نجم د اقتصادي مشاورتي کمیټۍ نه د عاطف میا لرې کولو په اړه په ټوېټر لیکلي چې د شرم نه یې سر ټیټ دی.

ځینو خلکو د حکومتي فیصلې ملاتړ هم کړی دی. د پاکستان په ټي وي ګانو د توندو خبرو لپاره مشهور اوریا مقبول جان د فیصلې هرکلی کړی. تصویر:

د عاطف میا د اقتصادي مشاورتي کمیټۍ د غړي په حیث د ټاکنې پرضد د اوریا مقبول جان دریز ځینو خلکو غندلی. خو د ډان ورځپاڼې پخواني مدیر عباس ناصر په حکومتي فیصله پورې خندا کړې او وايي په کار ده چې اوریا مقبول جان اوس د یادې کمیټۍ غړی شي.

په پاکستان کې د اقلیتي احمدي ډلې ویاند سلیم الدین په ټویټر لیکلي چې د حکومت فیصله حیرانوونکې نه ده.

پاکستان کې احمدیان یا قادیانان د پخواني ازاد خیاله وزیراعظم ذوالفقارعلي بهټو په حکومت کې په قانوني توګه غیرمسلمه اوګرځول شول خو قادیانان تراوسه ځان ته مسلمانان وايي.

د عمران خان د حکومت د خپل دریز نه پشا تګ:

د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري څو ورځې وړاندې د عاطف میا د ټاکنې په اړه ویلي وو حکومت به د څه قسم مذهبې دباو مخې ته سر نه ټیټوي. نوموړي د عاطف میا د لیاقت په اړه ویلي وو چې کیدی شي په پنځه کاله موده کې د اقتصاد په میدان کې د نوبل جایزه هم وګټي.

نوموړي ویلي وو اقلیتي ډلو ته به د هغوي پوره حقونه ورکوي.

په عمران خان او د تحریک انصاف په نورو مشرانو باندې د وړاندې نه دا نیوکې کیږي چې په تېرو وختونو کې د یو شمېر فیصلو نه پشا شوي. ځنې خلک ددوي په بیانونو کې د تضاد اړخ ته اشاره کوي او واي عمران خان پاکستان کې په یو وخت د اسلام پیغمبر حضرت محمد د مدینې ریاست په رنګ نظام پرځای کولو خبره هم کوي او ورسره د غربي نړۍ د سکندنوي هیوادونو د خیرښیګړې نظام هم په پاکستان کې پرځای کول غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG