لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمدي ټولنه وايي پاکستاني چارواکو یې یو جومات نړوولی دی


تېرکال د پنجاب په سیالکوټ ښار کې د احمدي ټولنې یو جومات نړوول شوی و
تېرکال د پنجاب په سیالکوټ ښار کې د احمدي ټولنې یو جومات نړوول شوی و

په پاکستان کې د احمدي ټولنې ترجمان ویلي چارواکو د پنجاب په حاصلپور کلي کې د ټولنې ٧٠ کاله زوړ یو جومات نړوولی دی.

د احمدي ټولنې ترجمان سلیم الدین اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې ته وویل د ټولنې د خښتو او خاورې جوړ جومات د خالي، شنبې، په ورځ، ونړوول شو.

سلیم الدین د مامورینو دا دعوه رد کړه چې دغه جومات په غیرقانوني توگه د حکومت په ځمکه جوړ کړی شوی و. ای پي وايي حکومت د جومات د نړېدو په اړه د سلیم الدین په خبره څه نه دي ویلي.

ای پي وايي د پاکستان په ٢٢٠ مېلین ابادۍ کې پېنځه لکه د احمدي ټولنې غړي دي او پاکستان په کال ١٩٧۴ کې احمدیان غیر مسلم وبلل.

احمدي ټولنه وايي سخت دریځه مذهبي ډلې د دوی په عبادتخانو او هادیرو حملې کوي او حکومت ناکامه شوی چې د دوی د مذهبي ازادۍ تحفظ وکړي.

خو دپاکستان حکومتي مامورین وايي په هېواد کې مذهبي اقلیتونه او د هغوی قانوني حقونه محفوظ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG