لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر ته د مرګ دړکه - هغه وایي د هر نقصان ‌‌ذمه وار به یې ریاست وي


د پاکستان پولیس وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلې غړي علي وزیر ته د سر خطره پېښه ده او طالبانو یې د وژلو منصوبه بندي کړې ده.

د دې خطرې په اړه د پولیس چارواکو او استخباراتي ‌ذرایعو معلومات، په ډېره اسماعیل خان کې ځایي پولیس چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ علي وزیر ته سپارلي دي او هغه ته یې سپارښتنه کړې چې پر ځان دې پام ساتي.

علي وزیر له وي او اې ډېوه سره په خبرو کې وویل چې خپله ډي پي او هغه ته فون کړی او ورته یې ویلي چې د ډي آی جي لخوا ورته خط رارسېدلی او پکې ویل شوي چې د دوی د معلوماتو مطابق، د تحریک طالبان سجنا ګروپ په علي وزیر د حملې پلان لري.

په خط کې دا هم ویل شوي چې په کال ۲۰۰۴ کې چې په واڼه کې د علي وزیر والد، مرزا عالم او پنځه تنه نور قتل شول، هغه هم د تحریک طالبان پاکستان کار و.

خو د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلې غړی علي وزیر وایي چې د سیکوریټي ادارو دا خبرې د پېښې سره اړخ نه لګوي. علي وزیر له وي او اې ډېوه سره په مرکه کې وویل: "د دوی دا خبره خو ځکه له دلایلو سره مطابقت نه خوري چې په ۲۰۰۵ کې هغه وخت تحریک طالبان هېڅ جوړ شوی هم نه و."

علي وزیر پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې پخوا هم د ده خلاف څو ځله کوششونه شوي و، "د ارمان په جلسه کې فائیرېنګ وشو، بیا په ۲۰۱۸ کې په واڼه کې، او بیا د خړکمر پېښه چې پر مونږ فائیرېنګ وشو، خو حمله کوونکي کامیاب نشول."

علي وزیر زیاتوي: "ما پخوا هم ویلي، هر قسم نقصان چې راورسیږي، سیکوریټي ادارې یې ‌ذمه وارې دي. مونږ پخپله لاره نېغ روان یو، زمونږ سوچ او فکر و ضمیر صفا دی. موږ د قوم د حق دپاره هر قسم دهمکیو ته ولاړ یو. له هېچا ویره نه خورو."

یاده دي وي چې تېر کال د خړکمر په پېښه کې د پوځیانو له طرفه د پي ټي اېم په ممبرانو ډزې وشوې، او علي وزیر هم هلته ګرفتاره شو چې څو میاشتې یې په بند کې تیرې کړلې. هغه په لومړي سر کې پوځ ونیو، خو وروسته وویل شول چې هغه د ترهگرۍ ضد پولیسو ته سپارل شوی دی، او پس له څو ځله چې د پي ټي اېم له بل بندیوان مشر، محسن داوړ سره عدالتونو ته پېش کړی شو، په آخره کې په ضمانت خوشې شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG