لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل: په پاکستان کې د خلکو په زور بې درکه کېدل، تشدد او په مطبوعاتو قدغنونه دوام لري


د اېمنسټي انېټرنېشنل کلیز رپورټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په داسې حال کې جاري شوی دی چې د شهري او پښتونو د حقونو دپاره کارکونکي تنظیم پشتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین پولیس د ریاست خلاف د خبرو په الزام گرفتار کړی دی
د اېمنسټي انېټرنېشنل کلیز رپورټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په داسې حال کې جاري شوی دی چې د شهري او پښتونو د حقونو دپاره کارکونکي تنظیم پشتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین پولیس د ریاست خلاف د خبرو په الزام گرفتار کړی دی

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان په اړه د کال ٢٠١٩ په خپل رپورټ کې ویلي په هېواد کې د خلکو په زور بې د درکه کېدلو، د تشدد، د مېرمنو خلاف زور زیاتی، په مطبوعاتو بندیزونه او د مذهبي او قومي اقلیتونو د ویرول کېدو لړۍ دوام لرلو.

ادارې وویل د ٢٠١٩ په مهال پاکستاني مامورینو د رای په ازادۍ خپل گرفت نور هم کړو، د تشدد او په زور د خلکو د بې درکېدو په ضد قانون سازی ونکړی شوه او د انساني حقونو د تحفظ کوونکو د فعالیت ساهه نوره هم تنگه شوې ده.

د اېمنسټي انېټرنېشنل کلیز رپورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په داسې حال کې جاري شوی دی چې د شهري او پښتونو د حقونو دپاره کارکونکي تنظیم پشتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین پولیس د ریاست خلاف د خبرو په الزام گرفتار کړی دی. د تحریک ځینې نور فعالان د پشتین د نیول کېدو خلاف احتجاج کې نیول شوي دي.

د انساني حقونو نړیوالو او پاکستاني تنظیمونو د پي ټي اېم خلاف د حکومتي گامونو غندنه کړې ده. او د هېواد دننه او په یو شمیر ملکونو کې د پي ټي اېم په حق کې مظاهرې شوې دي.

اېمنسټي انېټرنېشنل په خپل رپورټ کې وویل په ٢٠١٩ په پاکستان کې سیاسي فعالان او خبریالان د یو شمیر سختو قوانینو سره مخامخ کړی شوي وو چې پکې د ترهگرۍ خلاف مادې او د غدارۍ قوانین شامل وو.

ادارې ووېل پاکستان د پي ټي اېم خلاف اقدامات نور هم سخت کړي وو، د تنظیم گڼ شمیر پلویان نیول شوي وو، د دوی د ویرول کېدو، د څارني او د پي ټي اېم خلاف د دړکو لړۍ دوام درلود.

د اېمنسټي انټرنېشنل په رپورټ کې د گلالۍ اسماعیل، د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړو محسن داوړ، علي وزیر او د ارمان لوني ذکر هم شوی دی. ادارې وویل ارمان لوني په لورلايي ضلع کې په داسې حال کې ساه ورکړه چې د پي ټي اېم د جلسې وروسته پولیس ووهلو.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل محسن داوړ او علي وزیر د یوې پرامنه جلسې وروسته نیول شوي وو او د پي ټې اېم په جلسه په ډزو کې ١٣ کسان ووژل شوي چې د ادارې ترمخه درې پکې د پي ټي اېم غړي وو.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل گلالۍ اسماعیل د مېرمنو او د انساني حقونو دپاره او د خلکو په زور د بې درکه کېدولو خلاف فعالیت کولو خو په هغې د غدارۍ او ترهگرۍ الزامات ولگول شو او د تیر کال د اگست په میاشت کې هغې ملک پرېښودو او امریکې ته لاړله.

په سمدستي ډول د اېمنسټي په رپورټ د پاکستان ردعمل مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني مامورین په هېواد کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو خبرې ردوي. پاکستان وايي په هیواد کې مذهبي اقلیتونه محفوظ دي او د خلکو د بې درکه کېدو په اړه یو تحقیقاتي کمیشن جوړ کړی شوی دی.

تېر کال د سپټمبر په میاشت کې د امریکې د سفر په مهال د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو په هېواد کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیات ازاد دي.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د انساني حقونو په کمېټۍ کې د واک من تحریک انصاف غړي سېف الرحمان د اېمنسټي انټرنېشنل د رپورټ په اړه وویل دا صحیح نه دی. هغه وویل په پاکستان کې میډیا ازاده ده. هغه وویل ورځپاڼي او الیکټرانک میډیا ازاده ده او بهرنۍ میډیا د وړاندې په مقابل کې پاکستان کې زیاته رسايي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG