لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې او پاکستان ترمينځ سټراټيجيکې مذاکرات نن پيل کيږي


د پاکستان او امريکې ترمينځه د درېو کالو د ځنډ څخه وروستو سټراټيجيکي مذاکرات پېل کيږي
د پاکستان او امريکې ترمينځه د درېو کالو د ځنډ څخه وروستو سټراټيجيکي مذاکرات پېل کيږي

د پاکستان او امريکې ترمينځه سټراټيجيکي مذاکرات نن پېل کيږي ، د وزيراعظم نوازشريف د بهرنوچارو او قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج د مذاکراتو دپاره واشنگټن ته رسېدلی دی ، او د امريکې خارجه وزيرجان کېري سره به ليدل کوي .

د پاکستان او امريکې ترمينځه سټراټيجيکي مذاکرات نن پېل کيږي ، د وزيراعظم نوازشريف د بهرنوچارو او قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج د مذاکراتو دپاره واشنگټن ته رسېدلی دی ، او د امريکې خارجه وزيرجان کېري سره به ليدل کوي .
د پاکستان او امريکې ترمينځه د درېو کالو د ځنډ څخه وروستو سټراټيجيکي مذاکرات په داسې حال کې پېل کيږي ، چې د کال ۲۰۱۴م وروستوبه د افغانستان نه بهر ملکي ځواکونه ووځي او دې لړکې د امريکې او افغانستان ترمينځ د امنيتي تړون لاس ليک تجويز شوی دی ، څيړونکي دغه مذاکرات ډېر اهم گڼي .
د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو د کميټۍ غړي رانا محمد افضل خان وائس اف امريکا ته وئيلي ، چې د امريکې په دې سيمه کې د اوږدې مودې گټې واضحه نه دي ، د دې دپاره د وزيراعظم د خارجه چارو او قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج په مشرۍ کې پلاوی به ځان په دغې خبره هم پوهوي . هغه وويل دواړه هېوادونه د يو بل مرستو ته اړتيا لري .
رانا افضل وويل چې د امريکې دا وخت د سيمې نه وتل پاکستان ته اړتيا لري، او د دې خطې دپاره د دواړو هېوادونو تگ لاره يوه ده ، کومه چې د پرمختگ او يو بل د قدر په اساس ولاړه ده .
هغه وويل واشنگټن دې په نړيواله کچه د پاکستان د تشخص په راجوړولو کې هم مرسته وکړي .
د رانا افضل په وينا دا وخت پاکستان ته د بهرنۍ سرمايه کارۍ ضرورت دی او په نړيوالو فورمونو د سياسي مرستې محتاج دی . ځکه د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ په اړه د امريکايي صدر يو غوره بيان لويې بدلون راوستی شي .
څيړونکي وايې د پاکستان او امريکې ترمنيځه اړيکې د تاؤ تريخوالی او ځنډ سره مخ کېدل نه يواځې ترهگرو او انتهاپسندو ته گټه رسوي بلکې نړيوال امن ترې هم زيانمند کيږي .
د پاکستان د سرکاري چارواکو ترمخه د دواړو هېوادونو ترمينځ خبرو اترو کې به سيمه او په خاصه توگه افغانستان او پاکستان کې د روان تندلاريتوب په ترڅ کې به د قومي سلامتۍ سره په دوه اړخيزه اقتصاد ، توانائۍ ، تجارت ، تعليم او د ثقافت په شعبو کې په مرسته بحث کولی شي .
قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن دويمې لويې ډلې تحريک انصاف د قانون سازۍ او د تجارت د قائمه کميټۍ مشرسراج محمد خان هم امريکا سره په تجارتي اړيکو کې د سيوا والي مرسته کوي او وايي ، داسې نه چې مونږ له 20 اربه ډالره راکول کيږي او په بدل کې يې مونږ د هغويې په جنگ کې 100 اربه ډالره خرڅ کوؤ .
هغه وويل پاکستان هم پومبه پېدا کوؤنکی يو غټ هېواد دی او مونږ له دې هم د بنگله دېش په رنگ اسانتياوې راکړی شي ، چې مونږ خپل مالونه د هغو منډيو ته ورسوؤ .
څيړونکې وايې د نوازشريف حکومت ملک کې اقتصادي پرمختگ ته اوليت ورکوي ، او د يورپي منډيو نه د تجارتې گټود ترلاسه کولو نه وروستو به اسلام اباد دا هڅه کوي ، چې د امريکې منډيو ته د خپلو مصنوعاتو رسولو معاهده هم وکړي .
د ال پاکستان ټيکسټائل او ملونو د اتحاديي پخوانی مرستيال مشروصال منو وايې چې د ملکي معيشيت ترمخه دې واشنگټن سره مذاکراتو کې د اقتصادي مرستې خبره په سر کې کېښودی شي .
هغه وويل د امريکې منډيانو ته زمونږ رسېدل بايد څه مسله ونه گڼل شي ځکه چې زمونږ لخوا لېږل کېدونکي څيزونه امريکا د وړاندې نه له نورو هېوادونو څخه راغواړي ، او د دې له کبله د امريکې په صنعت او معيشيت هم څه بدې اغېزې نه کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG