لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي په راتلونکو څو هفتو کې به د کرونا وایرس دوا جوړول او صادرول شروع کړي


د پاکستان د صحت وزیر ډاکټر ظفر مرزا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د کرونا وایرس دوا به پاکستانۍ کمپنۍ فېروز سنز لېبارټریز لمیټېډ د امریکې ګېلیډ نومې کمپنۍ سره په مشترکه توګه تیاروي
د پاکستان د صحت وزیر ډاکټر ظفر مرزا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د کرونا وایرس دوا به پاکستانۍ کمپنۍ فېروز سنز لېبارټریز لمیټېډ د امریکې ګېلیډ نومې کمپنۍ سره په مشترکه توګه تیاروي

پاکستان د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې په څو "هفتو کې دننه" به د کرونا وایرس د علاج دپاره دوا رېمېډېسور تیارول او صادرولو شروع کړي.

د پاکستان د صحت وزیر ډاکټر ظفر مرزا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د کرونا وایرس دوا به پاکستانۍ کمپنۍ فېروز سنز لېبارټریز لمیټېډ د امریکې ګېلیډ نومې کمپنۍ سره په مشترکه توګه تیاروي.

ډاکټر ظفر مرزا وویل پاکستان به په ههغه دریو ملکونو کې یو وي چې کرونا وایرس دوا به جوړوي نو بهر به یې لیږي.

ډاکټر ظفر مرزا وویل دوا به انجېکشن یا ستن په زریعه مريض ته ورکولی شي او د شپږو نه تر اتوو هفتو دننه به یې جوړول شروع شي او نه یوازې به په پاکستان کې ترلاسه کېدلی شي بلکې ۱۲۷ ملکونو ته به هم لیږلی شي.

امریکايي کمپنۍ د پاکستان نه علاوه په هندوستان کې د څلورو کمپنیو سره د دغه دوا د تیارولو معاهدې لاس لیک کړي دي.

د فېروز سنز لېبارټریز لمیټېډ مشر عثمان خالد د ډاکټر ظفر مزرا ترڅنګ خبري غونډې ته وویل د ګلیډ سره د معاهدې دلاندې به د رېمېډسېور تیارولو دپاره د امریکايي کمپنۍ ټینکالوجی پاکستان ته منتقل کولی شي. هغه وویل د دوا د پېداوار د شروع کېدو ورسته به دا پرمخته تللې او غبریبو ملکونو نه لیږل کیږي. هغه زیاته کړه چې کوښښ کوي چې دوا په کمو پېسو تیاره شي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس ۳۷۰۰ کېسونه او ۸۰۰ مرګونه رپورټ شوي دي.

خو ډاکټران ویره څرګندوي چې په داسې حال کې چې حکومت په لاک ډاون کې نرمي کړې ده، د کرونا وایرس نور خپرېدی شي.

خو وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د خپلې فېصلې دفاع وکړه چې په لاک ډاون کې یې نرمي کړې ده. هغه وویل په ملک کې اوس هم د وایرس د ناروغانو شمېر کم دی.

عمران خان وویل که چېرې په لاک ډاون کې نرمي نه وه شوي نو په ملک به د هغه په وینا ۱۵۰ مېلین خلک لوږې وهلي وو.یو شویو د کرونا وایرس حالات لا په قابو کې دي او

عمران خان وویل ترڅو د کرونا وایرس خلاف وېکسین نه وي تیار شوی خلک باید دې سره ژوند کول زدکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG