لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د ۵۰ مېلین ډالرو په لګښت به د کرونا د مخنیوي الات اخلي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان دفتر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې به د طبي عملې د تحفظ دپاره الات هم شامل وي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان دفتر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې به د طبي عملې د تحفظ دپاره الات هم شامل وي

د پاکستان حکومت ويلي کرونا وایرس د مخنیوي دپاره به په بیړنۍ توګه د ۵۰ مېلین ډالرو په لګښت طبي الات اخلي چې پکې به د وایرس د معلومولو دپاره د ټېسټونو الات، موبایل اېکسری مشینان او مريض ته په مصنوعي ډول د ساه رسولو الات شامل وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دفتر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې به د طبي عملې د تحفظ دپاره الات هم شامل وي.

د مطبوعاتو ترمخه په پاکستان کې د کرونا د مريضانو شمېر ۱۲۸۶ ته رسېدلی خو د وزیراعظم سلاکار ظفر مرزا دغه شمېر ۱۲۳۵ ښايي. په پاکستان کې تر تر ټولو زیات اغېزمن ۴۴۰ کسان په سیند، ۴۱۹ په پنجاب، ۱۷۶ په پښتونخوا، ۱۳۱ په بلوچستان، ۹۳ په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر او ۲۷ په پایتخت اسلام اباد کې دي.

کرونا دلاسه په پاکستان کې تر اوسه ۹ تنه مړه شوي، خو په دې ناروغۍ له اخته کسانو څخه ۲۱ بیرته روغ شوي دي.

د وزیراعظم عمران خان د دفتر په بیان کې وویل شو چې د جمعې په ورځ عمران خان د یوې غونډې مشري وکړه چې پکې ورته په ملک کې د بیړني حالاتو په صورت کې د امدادي کار ادارې مشر ندیم احمد کرونا وایرس د مخنوي په لړ کې د ګامونو په اړه معلومات ورکړی شول.

په بیان کې وویل شوي چې ندیم احمد غونډي ته وویل کرویا وایرس د مخنیوي په لړ کې به د طبي عملې د تحفظ دپاره الات، د هغوی دپاره خصوصي جامې، د حرارت معلومولو الات او نور طبي سامان اخیستل کیږي.

د دې نه علاوه عمران خان د جمعې په ورځ د خبریالانو سره په خبرو کې وویل ي که څه هم هېواد یې لا د یورپي هېوادونو او امریکې غوندې له کرونا وایرسه زیات نه دی اغېزمن شوی خو وایي د دې ضمانت هم نه شي ورکولای چې په پاکستان کې به دا وایرس نور نه پسې خپرېږي.

"موږ دا نه شو ویلای چې دوې اوونۍ وروسته به په پاکستان کې د کرونا وایرس څه حالت وي، موږ ټول قوم یې باید د مخنیوي لپاره تیار یو او زموږ کوشش دا دی چې که کرونا وایرس ناڅاپه زیاتېږي نو باید ورته تیار یو".

د جمعې په ماځیګر د کرونا وایرس په اړه خبریالانو ته د خبرو په وخت عمران خان وویل، په پاکستان کې د کرونا وایرس د ۷۰ فیصده پېښو تړاو له ایران سره دی او له هغه ځایه را ستانه شویو پاکستانیانو را انتقال کړی او له چین سره یې د کرونا وایرس کومه پېښه تړاو نه لري.

د پاکستان کمزوري اقتصاد ته په پام که د پاکستان وزیراعظم د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره یوې خواته له نړۍ څخه د مرستې په تمه دی بلې خواته یې نن پر بهرمېشتو پاکستانیانو ږغ وکړ، چې په دې سختو حالاتو کې له خپل هېواد سره مرسته وکړي او په سټېټ بېنک کې ځانګړي اکاونټ ته خپلې پیسې ور ولېږي.

رسنیو ته د خبرو په وخت د عمران خان د روغتیايي چارو سلاکار ظفر مرزا وویل، په پاکستان کې د نورې نړۍ په نسبت د لوی عمر د خلکو پر ځای له 21 تر 50 کلونو عمرلرونکي له کرونا وایرسه اغېزمن دي:

"که څه هم د پاکستان زیاته ابادي ځوانان دي خو موږ پر دې غور کوو چې ولې دلته 61 فیصده هغه کسان په دې ناروغه اخته دي چې عمر یې تر ۵۰ کلنۍ کم دی، کېدای شي په وایرس کې څه بدلون راغلی وي یا د موسمي بدلون وجه وي یا څه نوره وجه وي".

که څه هم په پاکستان کې هم د ډېرو هېوادونو غوندې هر څه بند کړل شوي او د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بندیز دی خو وزیراعظم عمران خان له څلورواړه صوبو او ګلګت بلتستان سره په ګډه یې پرېکړه کړې چې د خوراکي شیانو ټرکونو او کارخانو ته به د کار اجازه ورکول کېږي:

"ما له اوله سره دا اندېښنه لرله چې زموږ کوم غریب او د کچه ابادیو خلک دي، په دیاړي کارکوونکي مزدوران دي،‌ رکشه چلوونکي دي، ما فکر کاوه چې که موږ ناڅاپه هر څه بند کړو دغه طبقه به ډېره اغېزمنه شي".

عمران خان وویل، تر اوسه یې په بشپړه توګه د هېواد د بندولو [لاک ډاون] پرېکړه نه ده کړې خو وایي که داسې حالات راشي نو د هغه لپاره له اوسه د ځوانانو یوه ډله جوړوي او ژر به له غریبو خلکو سره د مرستې مالي فنډ‌ هم اعلان کړي:

"د رضاکاره ځوانانو یو ځانګړی ځواک [کرونا یوت ټایګر] جوړوو چې له ۳۱م مارچ څخه به یې رجسټرېشن پیل شي، دوی به په ټول پاکستان کې وېشو که فرضاً له دوو هفتو وروسته د کرونا زیاتې پېښې په کومه سیمه کې مخې ته راځي نو دوی به هلته د خلکو کورونو ته خورک وروړي او ژر یو فنډ‌ اعلانوم چې له کرونا اغېزمنو بې روزګارو خلکو سره به مرسته کوو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG