د عمران خان نا اهله حکومت د هیواد اقتصاد نه ملنډې جوړې کړي: مولانا فضل الرحمان
د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان تیره شپه په اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ ګډون والو ته په وینا کې د د عمران خان په حکومت نیوکې کړي چې دې نا اهله حکومت د هیواد د اقتصاد نه ملنډې جوړې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې:٫٫ دا حکومت اقتصاد ته په پام اړلو کې په مکمله توګه ناکامه شوی. په تیر یو کال کې د غنو پیداوار ۳۰ فیصده کم شوی دی. هم دغه شان د وریژ پیداوار د ۳۰ نو تر ۴۰ فیصده پورې غورځیدلی. د کاټن یا پونبې د ۱۵ میلینه بنډلو پیداوار کې یواځې ۸ فیصده ترلاسه شوی دی.٬٬
په دغه مهال نوموړي د کاټن یا پونبې په اهمیت د خبرو په وخت ویلي چې کاټن د هیواد د صادراتو د ۶۰ نه ۷۰ فیصده برخه ده، خو د بده مرغه دا د وزیراعظم د زراعت لپاره جوړې بیړنۍ کمېټۍ په غونډو کې د بحث لاندې نه ده راغلې.
تیره شپه اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ ګډون والو ته د وینا په وخت مولانا فضل الرحمان د تحریک انصاف په حکومت د نیوکو په وخت خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوي قبایلي ضلعې یادې کړي او تور يې لګولی چې حکومت په دغه سیمو کې د ترقۍ لپاره کړې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.
مولانا فضل الرحمان د قبایلي ضلعو په اړه ویلي ٫٫ تاسو ژمنه کړې وه چې قبایلي ضلعو ته به تر لسو کالو پورې هر کال ۱۰۰ بېیلنه روپۍ ورکوۍ خو تر اوسه مو یوه څلورانیز نه دی ورکړی. او نه کومه صوبه دې ته تیاره ده چې د قامي وسیلو په ویش (نېشنل فاېننس کمېشن) کې د خپل برخې نه فاټا ته څه ورکړي.٬٬
مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې که چرې دا خبره هم وه منل شي چې په تیر حکومت کې په پنجاب او بلوچستان کې د مسلم لیګ ن ګوند حکومت وو او په سند ایالت کې د پاکستان پیپلز پارټۍ حکومت وو. او که دا دعوه هم وکړی شي چې دغه صوبو پخوا فاټا ته خپله برخه نه ده ورکړې. خو نن په درېو صوبو کې د تحریک انصاف ګوند حکومت دی. نوموړي د عمران خان د حکومت نه پوښتنه کړې:٫٫ دغه صوبې اوس دې ته ولې نه دي تیارې چې قبایلي ضلعو ته خپله برخه ورکړي.٬٬
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو په احتجاج کې تیره شپه د جمیعت علما اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمان یو وارې بیا دهړکه ورکړې چې د عمران خان نا اهله حکومت پرضد به جګړه جاري ساتي.
مولانا فضل الرحمان ویلي ٫٫ دغه جګړه به جاري وي، مونږ به نه په شاه کیږو. او ټول مخالفه سیاسي ګوندونه یا اپوزیشن زمونږ سره په رابطو کې دي.٬٬
نوموړي زیاته کړې چې زما د وینا په وخت هم ټول اپوزیشن ګوندونه دا وخت خبرو اترو ته ناست دي او د راتلونکې لپاره د عمل بهیر یا پلان تیاروي. مولانا فضل الرحمان ویلي ٫٫ د مخالفه سیاسي مشرانو سره د مشورو وروسته به وړاندې تګ کوو.٬٬
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو په ملاتړ د مولانا فضل الرحمان ازادي مارچ دوام لري.
مولانا فضل الرحمان وايي اول د وزيراعظم استعفی او بيا مذاکرات،
مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ د احتجاج ګډون والو ته په وېنا کې ويلي، حکومتي مذاکراتي کميټۍ ته يې ویلي که راځئ نو د ځان سره د وزیراعظم عمران خان استعفی راوړئ.
نوموړي بيا د تحريک انصاف په حکومت ټکونه کړي او پوښتنه يې کړې چې دې خلکو ملک ته کوم لوري ته روان کړی دی، دا خلک دې لرې کړی شي.
هغه دا هم ويلي پوځ د ملک د امن دپاره قربانۍ ورکړي خو دوی هم قربانۍ ورکړي دي.
عمران خان د استعفی ورکولو نه انکار کړی
بل لور ته د مخالفه ګوندونو سره د مذاکراتو دپاره جوړې کمېټۍ د وزيراعظم عمران خان سره ليدلي او احوال يې ورته وړاندې کړی دی.
د ځايي ميډيا ترمخه وزيراعظم کمېټۍ ته د خبرو اترو روانو ساتلو لارښوونه کړې خو ويلي يې دي هغه استعفی نه ورکوي او د استعفی غوښتنه غېر ائيني ده.
د دفاع وزير پروېز خټک په مشرۍ د مخالفه ګوندونو د کميټۍ سره چې تراوسه پورې د حکومتي کميټۍ څومره ليدنې شوي تراوسه پکې کوم پرمختګ نه دی ليدل شوی
مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونه د وزيراعظم عمران خان نه د استعفی او بغېر د پوځ د څارنې بيا د سر نه د انتخاباتو غوښتنه کوي.