لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان خلاف د "ازادي مارچ" احتجاج پای ته ورسېد، د پلان بي احتجاجونه روان دي

په اسلام اباد کې د حکومت مخالف سیاسي گوندونو "ازادي مارچ" نومې احتجاج دوام لري. په دې اړه د حکومت او د حزب اختلاف تازه دریځونه او نور حال دلته لوستلی شئ

20:58 5.11.2019

د "ازادي مارچ" برخه وال د احتجاج د ځای صفايي کوي

21:04 5.11.2019
د حکومت خلاف د "ازادي مارچ" د احتجاج د پنځمې شپې دا وډیو جی یو ايي ایف مطبوعاتو سره شریک کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

په اسلام آباد کې د حکومت خلاف د "ازادي مارچ" احتجاج دا وډیو جمیعت علما اسلام (ف) ډلې مطبوعاتې سره شریک کړی دی. په وډیو کې د احتجاج د پنځمې شپې منظر ښودل کېږي

21:47 5.11.2019

د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د نهې، سه شنبې، په شپه د حکومت خلاف د "ازادي مارچ" برخه والو ته خپل تقریر کې ټول سیاسي گوندونه د حکومت خلاف یوځای شوې دي او وزیراعظم عمران خان ته پکار ده چې د ولس غوښتنه ومني او استعفا ورکړي.

مولانا فضل الرحمان وویل په کال ٢٠١۴ کې په اسلام اباد کې د عمران خان د گوند تحریک انصاف ناستې تر ١٢٦ ورځو پورې دوام لرلو خو چا پرې اعتراض نه کولو نو اوس د دوی په احتجج ولې اعتراض کولی شي.

مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم عمران خان د حکومت په اقتصادي او خارجي تگلارو سختې نیوکې وکړې او ویې وېل چې د هندوستان سره د پاکستان تعلقات خراب دي، د افغانستان او چین سره د پاکستان تعلقات د بې اعتمادۍ سره مخامخ دي.

د مولانا فضل الرحمان د تقریر په مهال د نورو مشرانو ترڅنگ محمود خان اڅکزۍ او د خېبرپښتونخوا پخوانی اعلا وزیر اکرم خان دراني هم په سټېج ولاړ وو

10:26 6.11.2019

په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونو د ازادي مارچ احتجاج نن د شورو، چارشنبې په ورځ په اوومه ورځ دوام لري.

په اسلام اباد کې د ډیوه خبريال ارشد مومند خبر راکوي چې بېګاه شپه په اسلام اباد کې باران شوی موسم ورسره يخ شوی خو احتجاج کوونکو د باران نه بچ کېدو دپاره ځینې انتظامات کړي او اوس دوی ځانله خېمې لګوي او د باران نه د بچ کېدو تابيا کوي.

د خو باران باوجود هم احتجاج کوونکي په ځای ناست دي او وايي څو پورې يې چې غوښتنې نه وي منل شوي او مشرانو يې ورته څه نه وي ویلي تر هغې به په احتجاج ناست وي حوصلې يې لوړې دي، هر ډول حالاتو ته تيار دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG