وزیراعظم نواز شریف لخوا ترهگرۍ خلاف اعلان کړی شوي قامي تگ لار یا نیشنل ایکشن پلین کې د دیني مدرسو د رجسټرین، د غیر قانونه گرځول شوي مذهبي ډلو خلاف اقدامات، د فوجي عدالتونو قیام او گڼ شمیر نور اقدامات شامل وو.
خو او څلور میاشتې ورسته، هم د قامي تگ لارې گڼ شمیر شقونو باندې عمل نه دی شوی یا پرې نه کیږي. دا خبره پښتانه قام پرست مشران کوي.
د پاکستان ټیربینو ورځپاڼې ترمخه، د این ای پې، په ٧٠ فیصد برخو لا عمل نه دی شوی او د کورنیو چارو وفاقي وزیر چودهري نثار علي خان په دې لړ کې جوړ شوو گڼو کمیټو غونډې هم نه دي رابللې.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنیټر عثمان کاکړ او د عوامي نیشنل پارټۍ یوه مشره بشره گوهر وايي د قامي تگ لارې پرته هم غیرقانونه گرځول شوي ډلې فعاله دي.
په دې اړه اسلام آباد نه د وائس اف امریکا ډیوه خبریال ارشد حسین رپورټ دلته اوریدی شۍ