لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېس پي طاهر داوړ د وژل کېدو په اړه د پاکستان پوځ په بیان نیوکې شوي


د اېس پي طاهر داوړ د بې درکه کېدو وروسته د هغه د کورنۍ یو تصویر
د اېس پي طاهر داوړ د بې درکه کېدو وروسته د هغه د کورنۍ یو تصویر

د پاکستان پوځ ویلي د اېس پي طاهر داوړ افغانستان ته منتقل کېدل، د هغه وژل کېدل او د دې وروسته د افغان مامورینو چلند پوپښنې راپورته کړې دي چې ښايي دا په افغانستان کې د یو ترهگر تنظیم د وس نه بهر دي.

د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور د ټوېټر په ځواب کې څېړونکي ډاکټر محمد تقي وویل "جرنیل صیب د خر په ځای کولال داغي."

د پاکستان د پوځ ویاند د اېس پي طاهر داوړ په اړه د هغه د وژنې وروسته دوه ټویټس کړې دي.

په یو ټویټ کې د پوځ ترجمان مېجرجنرل اصف غفور وویل د اېس پي طاهر په افغانستان کې وژنه د انتهايي غندنې وړ خبره ده "مونږ یو بهادر پولیس افسر د لاسه ورکړو."

جنرل اصف غفور په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د اېس پي طاهر داوړ "افغانستان ته منتقل کېدل، د هغه وژل کېدل او د دې وروسته د افغان مامورینو چلند پوپښنې راپورته کوي چې ککړتیا او یا داسې وسایل ښايي چې په افغانستان کې د یو ترهگر تنظیم د وس نه بهر دي."

د جنرل اصف غفور ټویټ وايي "په داسې مهال چې د پاکستان مامورینو تحقیقات دوام لري، مونږ دا خبره تکرارو چې افغان امنیتي ځواکونه دې په پوله د ازغن تار په لگولو کې مرسته وکړي، د پولې په امنیت کې دې دوه اړخیزه همکاري وکړي چې دا رنگ افغان خاوره د پاکستان خلاف استعمال نشي."

ډاکټر تقي د انگریزۍ په یو بل ټویټ کې جنرنل غفور مخاطف کړی او وې ویل "زما گرانه جرنېله، اېس پي طاهر داوړ شهید، د اسلام اباد نه بوتلل شو او د کوم ازغن تار چې تا تجویز کړی دی پکار ده چې د ډیورنډ پرځای په کشمیر هايي وی ولگول شي."

کشمېر هايي وی هغه لویه لار ده چې د لاهور او پېښور د لورې پرې خلک اسلام آباد ته ورتللی او یا ترې بهر تللی شي.

سیاسي کارکونکې بشره گوهر د جنرل غفور د پېغام په ځواب کې په ټوېټر تپوس وکړو چې اېس پي طاهر داوړ څه رنگ د اسلام اباد نه ویستل شو؟

بشره گوهر وویل"پکار نه ده چې مونږ توجه د دننه مرستې، همکارۍ او د مجرمانه غفلت نه لرې کړوو. د پرېشانۍ خبره دا ده چې د طالبانو جالې په ازاده توگه په سرښار کې فعالیت کوي د دې پرته چې د (وسلوالو ضد) عملیات یې مضبوط کړې دي."

د سیاسي چارو څېړونکي مېرمن ماروي سرمد د جنرل غفور په ټویټ خپله تبصره کې وویل چې "زما په خیال دا د ستا کار نه دی" پکار ده چې دا معامله د کورنیو چارو وزیر او یا خارجه وزارت په خپلو لاسو کې واخلي. مېرمن سرمد دا تپوس هم کوي چی "ایا مونږ د پولې بهتر انتظام نه دی پرځای کړی؟ ازغن تار نه دی لگېدلی؟"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG