لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لومړي ځل د پوځ مشر د سنېټ غړو د پوښتنو ځوابونه ویلي


ویل کیږي چې د پاکستان په تاریخ کې دا وړمبی ځل و چې د پوځ مشر پارلیمنټ ته حاضر شوی دی. "دا ځما دپاره د افتخار خبره ده چې زه د سنېټ یوې مهمې کمیټۍ ته وینا کوم،" ډان د سرچینو په حواله د جنرل باجوده له قوله وویل
ویل کیږي چې د پاکستان په تاریخ کې دا وړمبی ځل و چې د پوځ مشر پارلیمنټ ته حاضر شوی دی. "دا ځما دپاره د افتخار خبره ده چې زه د سنېټ یوې مهمې کمیټۍ ته وینا کوم،" ډان د سرچینو په حواله د جنرل باجوده له قوله وویل

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د هیواد په تاریخ کې په وړمبي ځل د پارلیمنټ ایوان بالا، سنیټ، کمیټۍ ته په هیواد او په سیمه کې د امنیت په حالاتو او د ترهگرۍ خلاف د جگړې په اړه معلومات ورکړې دي.

مطبوعات وايي د سنیټ کمېټي به په سیمه کې د حالاتو او د امریکې د کردار په اړه تگلاره تیاروي.

د پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ د سنیټ غړي سنیټر عثمان کاکړ چې د سنیټ په غونډه کې موجو و وي او ای ډیوه ته وویل د جنرل باجوه سنیټ ته وینا د پارلیمنټ سرلوړي ده.

سنېټر کاکړ وویل چون سنېټ ته د جنرل باجوه وینا "ان کېمره" یا د تړلو دروازو په شا وه نو ځکه یې تفصیل نشي شریکولی خو چې کوم "سوالونه ترې شوي دي او ده (جنرل باجوه) چې کوم جوابونه ویلي دي نو په دې کې به زه دا اوویم چې دا به اوس عملاً ثابتیږي...چې دوي...خالي خبرې کوي که پر دې باندې عمل هم کوي؟"

سنېټر کاکړ وویل د سنیټ او د پارلیمنټ غړي به هله مطمین شي چې پوځ خپلې خبرې عملي کړي.

دسنیټ د دفاعي چارو کمیټۍ مشر سنېټر مشاهد حسین سید د جنرل باجود د وینا ستاینه وکړه. "دا معلومات د پوځیان لپاره هم او د پارلیمنټ د مشرانو او د عوامي نمانیدگانو لپاره هم ډیر ښه وو."

د پوځ ترجمان جنرل اصف غفور خبریالانو سنېټ ته د جنرل باجوه د خبرو نه خبر کړل او وې ویل "په دې خبره اتفاق وشو چې انشاالله پاکستان ته چې څومره هم خطرات دي مونږ به یې پرضد په یوځای کار کوو او ترڅو چې مونږ یو یو هیڅ څوک هم مونږ ته شکست نشي راکولی."

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه د سنیټ د غونډې ورسته د پوځ د عملیاتو څانگې مشر میجر جنرل ساحر شمشاد مرزا خبریالانو ته وویل "جنرل باجوه د سنیټ غړي د پاکستان قامي سلامتیه ته ور پیښ خطراتو نه خبر کړل، د ترهگرۍ خلاف جنگ په اړه یې تازه معلومات ورکړل او په دې اړه یې د هیواد د اینده تگلارې نه خبر کړل."

د پاکستان اېکسپریس پریس ټرېبیون ورځپاڼې ترمخه د پاکستان سنېټ خپل یو بیان کې ویلي د پوځ د مشر د وینا لپاره د ټول ایوان خصوصي کمیټۍ ته د بندو دروازې په شا د غونډې بندوبست ځکه شوی وو چې په سیمه کې د موجوده حقیقتونو او د امریکې د کردار جاج واخیستل شي.

ډان ورځپاڼه د سرچینو په حواله وايي جنرل باجوه وویل ځینې هوادونو ته د هغه سفرونه د "عسکري سفارتکارۍ" مهمه برخه وه او پوځ د سيمې امنیتي صورتحال د نژدې نه څارنه کوي. ویل کیږي د پوځ مشر وویل چې د هغه د دورو په نتیجه کې گاونډي هیوادونو سره تعلقات ښه شوي دي.

جنرل باجوده د اکتوبر په میاشت کې په کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره لیده کاته وکړل.

"مونږ په افغانستان کې بدلونونه د پام نه نشو غورځولی،" ډان په خپل رپورټ کې د جنرل باجوه له قوله وویل او زیاته یې کړه چې د افغانستان سره د پولې د امنیت لپاره د سرحد انتظام پکار دی.

د سنیټ کمیټۍ ته د جنرل باجوه د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د هیواد د قامي سلامتیه لپاره د خپل حکومت نوي تگلاره اعلان کړه او پاکستان یې یو وارې بیا غږ وکړو چې په خپله خاوره دې د وسله والو خلاف غوڅ عملیات وکړي او د امریکې سره دې مرسته وکړي.

نوموړي وویل امریکا هر کال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته ډېرې پېسې ورکوي.

صدر ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

امریکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره د حقاني شبکې ترهګر ساتلي او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد بې توپيره عمليات کړي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان په تاریخ کې دا وړمبی ځل و چې د پوځ مشر پارلیمنټ ته حاضر شوی دی.

"دا ځما دپاره د افتخار خبره ده چې زه د سنېټ یوې مهمې کمیټۍ ته وینا کوم،" ډان د سرچینو په حواله د جنرل باجوده له قوله وویل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG