لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني :ترهه گرو ته په گونډو کيدل دهواري لار نۀ ده


دپوځي مشر وينا وه” که چرې قام يو موټى شي ، نو ديوې ستونزې حل هم زمونږ دلاس څخه بهر نۀ دى په هررقم هواري به قومي يو والى پيدا کول اؤ په ګډه سره زر تر زره په هغې عمل کول وي “
دپوځي مشر وينا وه” که چرې قام يو موټى شي ، نو ديوې ستونزې حل هم زمونږ دلاس څخه بهر نۀ دى په هررقم هواري به قومي يو والى پيدا کول اؤ په ګډه سره زر تر زره په هغې عمل کول وي “
په پاکستان کې د ترهگرو په ضد ددغه هيواد د حکومت اؤ پوځ په دريځ کې ورځ ترورځه سختوالى رامينځته کيږي اؤ دکورنيو چارو د وزير ددې څرگندونو څخه وروستو چې کۀ ټول گوندونه وغواړي نو د ترهگرو په ضد به سخت عمليات کولى شي دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هم واضحه کړې ده چې دترهه ګرو په وړاندې په ګونډو کيدل هيڅ دحل لاره نۀ ده.
دپاکستان پوځي مشر جنرال اشفاق پرويز کياني وائي هيواد دا مهال د کورنو اؤ بهرنو چيلنجونو سره مخ دى خو کۀ قام يو موټى شي نو نۀ يواځې د ترهگرۍ ستونزه د مينځه وړل کيدى بلکې د ټولو چينلجونو هوارى راويستى کيدى شي.
په عين حال کې دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف هم دپاکستان د ازادۍ د ورځې نمانځل کيدو په مهال قام سره ژمنه کړې ده چې د پوځ اؤ اولس په مرسته به ترهگرو ته ماتې ورکولى شي.
دنهې په شپه دپاکستان د ازادۍ دورځې په مناسبت په پو:ځي اکيډيمۍ کاکول کې دسلامۍ دستورې ته پخپله وينا کې جنرال کياني وئيلي دي دترهه ګرۍ کړکيچ کومه داسې ستونزه نۀ ده ، چې هوارى يې ونۀ موندل شي.
دپوځي مشر وينا وه که چرې قام يو موټى شي ، نو ديوې ستونزې حل هم زمونږ دلاس څخه بهر نۀ دى په هررقم هواري به قومي يو والى پيدا کول اؤ په ګډه سره زر تر زره په هغې عمل کول وي
هغه وويل نن مونږ ديو شمير کورنو اؤ بهرنو چيلنجونو سره مخ يو اؤ په کورني محاذ چې راته کومې ستونزې راپيښې دي، هغه زمونږ توجو غواړي، ځکه چې دا دهيواد دپاره ګواښ دى اؤ په دې ګواښونو قابو موندلو دپاره ديوې يا څو ملکي ادارو هڅې کول کافي نۀ دي
پوځي مشر دا هم وويل چې هره ملکي اداره اؤ ټوله ټولنه بايد هيواد ته دپيښو چيلنجونو دهواري دپاره مټې رابډ وهي.
جنرال کياني زياته کړه چې ترڅو، ټول قام په ګډه دګواښونو مقابلې ته نۀ وي يوموټى شوى ، نو په مشکلاتو قابو موندل ګران دي
هغه وويل زمونږ لمړۍ ترجيح دملک اؤ قوم ګټه پکار ده ، ځکه چې ازادي ډير لويې نعمت دى ، خو ددې برقراره ساتلو دپاره زمونږ څه فرائض هم شته
ارمي چيف زياته کړه مونږ ته به دملک اؤ قوم دپاره دسيمه يزو ،ډله ييزو اؤ مذهبي تعصباتو څخه بالا سوچ کول وي.
دجنرال اشفاق پرويز کياني په ويناترهه ګر به کله هم پخپله ناوړه مقصدونو کې بريالي نۀ شي، ځکه چې کوم قوم دلسو کالو راهسې دبدترينې ترهه ګرۍ سره دمخ کيدو باوجود همت ونۀ بائيلو ، هاغه بهادر قوم ته ترهه ګر ماتې نۀ شي ورکولى
پوځي مشر وويل دترهه ګرو په وړاندې دقام داودريدو يو ثبوت دا دى چې دټولټاکنو په مهال دټولو ګواښونو باوجود قام دووټونو دپاره بهر راووتو اؤ نن هم دغه قام دپوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دى
دپاکستان د پوځ سرلښکر دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دپاکستان حکومت د ترهگرۍ په ضد دنوې تگلارې په جوړؤلو بوخت دى اؤ د نهې په ورځ دکورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وئيلي وؤ حکومت هيواد کې دامنيت د ټينگښت دپاره دسولې لارو ته تيار دى خو ددې ترڅنگ دترهه گرۍ په ضد جگړې کولو څخه هم عاجز نۀ دى اؤ په بشپړ ډول چمتووالى ورته لري
داخله وزير زياته کړې وه چې ډير زربه دترهگرۍ په ستونزه دقابو موندلو دپاره ټول گونديز کانفرنس راوبلل شي اؤ دغه کانفرنس چې هره پريکړه وکړه هغه به سل په سله عملي کولى شي.
په پاکستان کې دتندروه مذهبي ډلو په ضد د حکومت اؤ پوځ په دريځ کې دغه وروستى سخت والى وروستو لۀ هغې ليدل کيږي چې طالبانو تيرو ورځو کې دخيبرپښتونخوا صوبې د ډيره اسماعيل خان جيل په ماتولو سره خپل په سوؤنو قيد ملگري د زندان څخه خوشي اؤ دځان سره بوتلل اؤ ددې ترڅنگ يې په کوئټه کې هم ديو شمير بريدونو په کولو سره په شلگونو پوليس افسران،مامورين اؤ عام کسان ووژل.
په پاکستان کې دترهگرو جال په دې وروستيو کې دومره پياوړى شوى چې امريکا هم دترهگريزو بريدونو دانديښنې له امله په لاهور کې خپله قونصلگري تړلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG