د پاکستان پوځ ویلي د هند پوځي مشر چې د پاکستاني کشمير په اړوند کوم بيان ورکړی غېر زمه وار او د سيمې د امن دپاره خطرناک دی.
د هندوستان د پوځ مشر جنرل بپین روات ویلي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اصل کې د ترهګرو په لاس کې دی، چې وایي دا خاوره په اصل کې د هند ده.
بپین روات د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې ويلي "د کشمیر خاوره چې پاکستان په غیرقانوني توګه قبضه کړې ده په اصل کې د پاکستاني ریاست نه د ترهګرو په لاس کې ده".
د پاکستان پوځي وياند د هند د پوځي مشر دې بيان ته په ټويټر غبرګون ښکاره او ويلي يې دي د هند پوځي مشر د خپلو سياسي مشرانو د خوشحالولو دپاره پرله پسې غېر زمه واره بيان ونه ورکوي او د سيمې امن اغېزمنوي.
مېجر جنرل اصف غفور ویلي د جعلي سرجيکل بريرونو څخه تراوسه دوی کومه بريا نه ده ترلاسه کړې.
هغه تور لګولی د هند د پوځي مشر بيان د بې ګناه خلکو په وینو رنګ دی هغه د خپل پوځ نه بدمعاش جوړ کړی او دغه بيان د د پاکستان د لاسه د اوختي تاوان نتيجه ده.
د هند پوځي مشر بپین روات پرون په خپلو خبرو کې دا دعوه هم کړې چې د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان دواړه د هند خاوره ده. جنرل روات ویلي:
"کله چې موږ جمو او کشمیر وایو مقصد مو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان په ګډون د جمو او کشمیر ټول ریاست وي".
د پاکستان او هند ترمنځ د اوږدې مودې راهسې شخړه روانه ده او د شخړې اصل مرکز يې کشمير ګنل کيږي.
دواړه هېوادونه په يو بل تورونه لګوي چې په پوله د اوربند سرغړونه کوي.
د دغو دواړو رقیبو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی او لفظي شخړه وروسته له هغه زیاته شوې چې په هندوستان کې د نرېندرا مودي حکومت د اګست په پينځمه نېټه د اساسي قانون ۳۷۰ (370) مادې له ختمولو سره د کشمير ځانګړی حېثيت ختم کړی او تر خپلې ولکې لاندې جمو او کشمير سيمې يې له ځان سره ګډې کړې چې په ضد يې پاکستان سخت غبرګون ښودلی ؤ.
پاکستان نه یواځې د اګست په پينځمه د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو په اړه د هند د حکومت غندنه کړې، بلکې وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په غونډه کې تور لګولی وو چې هند تر خپله ولکه لاندې کشمیر کې پر خلکو ظلمونه کوي او له اوږدې مودې یې ګرځبندیز لګولی دی.