لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځ: وروستۍ ډرون حمله ښايي چې ترهګر د افغان کډوالو په کمپونو کې په اسانه پټېدای شي


د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور وايي، په هنګو سیمه کې تېره ورځ د ډرون شوې حمله ښايي چې ترهګر د افغان کډوالو په کمپونو کې په اسانه پټېدای شي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي، د افغان کډوالو باعزته او پر وخت ستنېدنه ددې لپاره اړینه ده چې پاتې ترهګر د کډوالو په کمپونو کې ځای و نه نیسي.

اصف غفور په یو خپور کړي بیان کې ویلي دي، د جنورۍ په ۲۴ نېټه په هنګو کې د ډرون ترسره شوی برید په هغه کس باندې شوی چې د افغان کډوالو په کمپ کې یې ځای نیولی و.

اعلامیه زیاتوي، په پاکستان کې د افغان کډوالو له ۵۴ کمپونو څخه ۴۳ یې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمې فاټا کې دي او د ترهګرو پاتې شوني په اسانۍ سره په دغو کمپونو کې ځای نیولی شي.

اعلامیه وړاندې لیکي، له همدې امله باید افغان کډوال په باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي او د افغان کډوالو لپاره د پاکستان میلمه پالنه باید د ترهګرو لخوا بدنامه نه شي.

د پاکستان د پوځ ویاند پدې وروستیو کې په وار وار دا رد کړېده چې ګواکې د حقاني شبکې پټنځایونه په پاکستان کې دي. دوی دا هم ویلي وو چې د افغانستان ۴۳ فیصده خاوره د افغان حکومت له ولکې او واک څخه د باندې ده.

افغان حکومت او امریکايي چارواکي وايي، د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په پاکستان باندې تر هغو پورې خپلې مرستې بندې کړیدي تر څو د ترهګرو پرضد ریښتیني او کوټلي ګامونه پورته نه کړي.

دا مهال د ملګرملتونو د امنیت شورا یو ځانګړی پلاوی هم په پاکستان کې دی تر څو د هغو ترهګرو ډلو او کسانو پرضد د پاکستان کړنې وارزوي د کومو پرضد چې ملګرملتونو بندیزونه لګولي.

XS
SM
MD
LG