لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د پنجاب په بهاولنګر کې د پوځ او پوليس شخړه "افسوسناکه" پېښه بللې


پوځ ویلي، د يادې پېښې د حقايقو معلومولو دپاره به پوځ او پوليس ګډې پلټنې کوي
پوځ ویلي، د يادې پېښې د حقايقو معلومولو دپاره به پوځ او پوليس ګډې پلټنې کوي

د پاکستان پوځ ویلي، په وروستيو کې د پنجاب په "بهاولنګر کې يوه افسوسناکه پېښه شوې، کومه چې د پوځ او پوليس په ګډو هڅو زر هواره کړل شوې ‏ده".‏

پوځ ويلي شخړه د هوارېدو باوجود "د ناوړه مقصدونو لرونکو ځينې ډلو لخوا په ټولنيزو رسنيو زهريلا پروپېګنډا شوې چې د رياستي ادارو او حکومتي محکمو ‏ترمنځ تقسيم جوړ کړل شي".‏

پوځ ویلي، د يادې پېښې د حقايقو معلومولو دپاره به پوځ او پوليس ګډې پلټنې کوي.‏

دوه ورځې وړاندې پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو ويډيوز او عکسونه خپاره کړل شوي وو چې د پنجاب صوبې په بهاولنګر ضلع کې د پوليس او پوځ ترمنځ ‏شخړه شوې، پوځيان ‏په پوليس تاڼه ورغلي، پوليس یې وهلي ټکولي دي.‏

د پنجاب پوليس او ځايي مطبوعاتو ترمخه، ياده شخړه په اتم اپرېل پيل شوې، پوليسو د يو تن (چې پوځي وو) په کور چاپه وهلې، بيا د پوځيانو په پولیس ‏تاڼه ورتلو او پوليسو وهلو ټکولو ويډيوز په ټولنيزو رسنيو خپرې کړل شوې وې.‏

د پنجاب پوليسو د يادې پېښې په تړاو دوه مقدمې درج کړي يوه په اتم اپرېل او بله په لسم اپرېل، چې پوليس په ګشت وو دوه کسان یې ليدلي يو یې ‏نيولی تماچه یې ترلاسه کړې، بل ترې يو کور ته تښتېدلی، د محمد خليل نومې تن کور والو بيا د پوليسو مزاحمت کړی، پوليس يې يرغمال کړي بيا نور ‏پوليس راغلي، او هغه یې راخوشي کړي وو.‏

د پوليسو په وینا پوليسو بيا ځينې کسان نيولي، خو د قانون ترمخه په ‏‎24‎‏ ساعتونو کې یې عدالت ته نه دي وړاندې کړي ځکه د هغو پرضد بله مقدمه درج ‏شوې وه.‏

د ځايي خبريالانو په خبره، محمد خليل پوځي دی پوليس چې د هغه کور ته ورغلي هلته یې د کورنۍ د خلکو لخوا مزاحمت شوی بيا د پوليس او کور د ‏خلکو ترمنځ په يو بل ګوزارونه شوي، بيا په ټولنيزو رسنيو ويل شوي، د پوليسو کور ته ورتلو وروسته خليل خپله اداره خبر کړې، په ساده جامو کې کسان ‏په تاڼو ورغلي پوليس یې وهلي ټکولي وو.‏

په ټولنيزو رسنیو ځينې ويډيوز او عکسونه خپاره شوي چې پوځيانو پوليس وهلي ټکولي دي.‏

د پنجاب پوليسو د بيان وروسته پوځ د جمعې په ورځ ناوخته خپل بيان خپور کړی دی.‏

او د پنجاب پوليسو مشر (آی جي) عثمان انور هم ويلي، دغه پېښې ته په ټولنيزو رسنيو داسې رنګ ورکړل شوی چې ګنې د پوليس او پوځ ترمنځ ټکراو ‏شوی دی.‏

هغه هم ویلي، د پېښې د حقيقت او اصل زمه وارو معلومولو دپاره د پوليس او پوځ ګډه کميټي جوړه کړل شوې او پلټنې یې پيل کړي دي.‏

په ټولنيزو رسنيو د پوسټونو سره پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په اېکس (پخواني ټویټر) د بهاولنګر په پېښه يو پوسټ کې ویلي، "د نهمې مې د غلط ‏اپرېشن د کردارونو په خپل مينځ کې ‏ټکراو، پاکستان کې د موجوده لاقانونيت نوره څرګندونه ده".‏

تحريک انصاف ګوند په اوږد بیان کې ویلي، "دغه پېښه ښيې چې په رياستي ودانيو حملې کول د چا کار دی، او د نهمې مې حقيقي زمه وار څوک دي".‏

تحریک انصاف ګوند د دغه پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي، د قانون ترمخه دې د زمه وارو سره حساب وشي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG