د پاکستان پوځ ویلي په "یو ګاونډي ملک "کې د ټي ټي پي او د دې په شان د نورو وسله والو ډلو پناه ځایونو، د حرکت ازادي او د جدیدو وسله ترلاسه کېدلو د پاکستان امنیت د اغیز من کېدو لوی سبب دی.
د پاکستان پوځ د کوم ملک نوم نه دی اخیستی خو د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو د دې نه مخکي په تکرار دا خبره کړې چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، وسله وال په افغانستان کې پټن ځایونه لري او د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې حملې ترتیب کوي.
د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دریځ ردوي. د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په دې لړ کې په یوه موقع ویلي وو چې افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو مېز ته راوستلي وو او دا چې پاکستان د خپلې مسلې پړه په افغانستان وراچوي.
د پاکستان د پوځ د تازه بیان په اړه د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.
د پاکستان په ګاونډي ملک کې د وسله والو د مبینه پټن ځایونو په اړه خبره د پاکستان پوځ د کور کمانډرانو د غونډي په اړه یو بیان کې وکړه.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د کور کمانډرانو د غونډې په اړه وویل چې په جي اېچ کیو کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د غونډي مشري د پوځ مشر جنرل سید عاصم منیر وکړه او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د غونډې ګډون والو ته د پاکستان د داخلي ماحول په اړه معلومات ورکړی شول.
د ايي اېس پي ار د بیان ترمخه په یو ګاونډي ملک کې د ټي ټي پي او د دې په شان د نورو ډلو وسله والو ته ترلاسه په پناه ځایونو، د حرکت ازادي او وسله والو ته مهیا جدیدې وسلې د پاکستان امنیت متاثر کېدو لوی وجوهات دي.