لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې وسله والو سره جګړه کې یې دوه عسکر وژل شوي


د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د امنیتي ځواکونو او د وسله والو جګړه د خالي، شنبې، په شپه په ميرعلي سیمه کې وشوه
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د امنیتي ځواکونو او د وسله والو جګړه د خالي، شنبې، په شپه په ميرعلي سیمه کې وشوه

د پاکستان پوځ ویلي په شمالي وزیرستان کې وسله والو سره جګړه کې یې دوه عسکر او یو وسله وال وژل شوی دی.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د امنیتي ځواکونو او د وسله والو جګړه د خالي، شنبې، په شپه په ميرعلي سیمه کې وشوه.

پوځ وویل دوه عسکر يې وسله والو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شوو او پوځ یو وسله وال هم ووژلو.

پوځ وویل په سیمه کې د وسله والو خلاف عملیات دوام لري.

پوځ په خپل بیان کې نه دي ویلي چې امنیتي ځواکونو سره جنګېدونکي وسله وال د کومې ډلې وو خو په وروستیو ورځو کې کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په خصوصي توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

پوځ په شمالي وزیرستان کې وسله والو سره د جګړې خبر په داسې حال کې ورکړی دی د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلعه کې د تېلو او ګېسو د کمپنۍ په ساتونکو اېف- سي يا ملېشې اهلکارو وسله والو برید کې يو اهلکار وژل شوی او لږ تر لږه 12 نور ژوبل شوي دي. په يو بل بريد کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی.

د دغه بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

دا په تېره هفته کې دویم برید دی چې د تېلو او ګېس د کمپنۍ په ساتونکو شوی دی، له دې وړاندې په شوي برید کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي او درې ژوبل شوي وو. د دغه بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په ډېره اسماعيل خان کې د ناامنۍ بله پېښه پرون شوې ده.
ځايي چارواکو ويلي، د ډېره اسماعيل خان د تحصيل کلاچي په لرې پرته ټکواړه علاقه کې نامعلومه وسله والو د جميل شاه په نوم پوليس په هدف کړی دی.

په خېبرپښتونخوا صوبه او خصوصي توګه د صوبې په جنوبي ضلعو کې په وروستيو ورځو کې د ناامنۍ پېښې شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG