لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: په پوځي ودانیو حملو کې ککړو کسانو خلاف به د پوځي قانون دلاندې مقدمې چلول کېږي



د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په چې د مقدمو په اړه دغه فېصله د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د کور کمانډرانو په خصوصي غونډه کې وشوه
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په چې د مقدمو په اړه دغه فېصله د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د کور کمانډرانو په خصوصي غونډه کې وشوه

د پاکستان پوځ ویلي په پاکستان کې په تېرو ورځو کې د مظاهرو په مهال په پوځي ودانیو حملو کې ککړو کسانو خلاف به د پوځ او د جاسوسۍ د قانون دلاندې مقدمې چلولو کېږي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په چې د مقدمو په اړه دغه فېصله د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د کور کمانډرانو په خصوصي غونډه کې وشوه.

د پخواني وزیراعظم خان د ګرفتارۍ خلاف په پاکستان کې مظاهرې راپارېدلې وې چې په مهال يې په پېښور کې د رېډیو پاکستان د ودانۍ په شمول په لاهور کې د کور کمانډر په کور او د ملک په نورو برخو کې په پوځي ودانیو او اسانتیاو حملې شوي، اورونه لګول شوي او اثاثې ماتې ګوډي شوې.

د کورکمانډرانو د ناستې په اړه د ايي اېس پي ار بیان وویل غونډې ته وویل شوو چې د مربوطې منصوبې دلاندې د اور لګولو، د شهیدانو د تصویرانو او د یادګارونو د بې حرمتۍ، د تاریخي ودانیو د سوزولو او د پوځي تنصیباتو ماتېدل وشول چې اداره یو خاص ردعمل ته راوپاروي.

په بیان کې د کومې ډلې، ګوند او یا د کوم تن نوم نه دی اخیستل شوی.

د پاکستان پوځ: په پوځي ودانیو او سامان الات باندې حملو کې ککړو کسانو پر ضد به مقدمې د پاکستان پوځي قانون تر لاندې اورول کېږي. دا فیصله نن د پوځ د مشر جنرل منېر په مشرۍ کې پوځي کمانډرانو کړې ده.

د کور کمانډرانو د غونډې په اړه بیان وویل پوځ ته معلومه ده چې د پوځ خلاف د حملو منصوبه سازان، راپارونکي، ملاتړ کونکي او په حملو کې ککړ کسان څوک دي. په غونډه کې دا عزم وشو چې په پوځي تنصيباتو، افسرانو او الاتو حملو کې ککړو کسانو خلاف به د پوځ او د جاسوسۍ په ضد د قانون لاندې مقدمې کولی شي.

پوځي کمانډرانو خبرداری وکړو چې د حمله کونکو خلاف به نور د زغم نه کار نه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG