لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ضرب عضب عملیات شپږ کاله پوره شول – خو ستونزې لا پرځای پاته دي


په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ لخوا د ضرب عضب په نوم د عملیاتو د پیل نه شپږ کاله پوره شول، خو ځایي خلک اوس هم شکایت کوي چې په سیمو کې یې امن نشته، کډوال لا په کېمپونو کې دي، وزیرستان لا ویجاړ پاته دی، او د مذهبي تندلاري بېرته خپلو ډلو ته انتظام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۵مه، په شمالي وزیرستان کې د ځایي طالبانو خلاف پراخ عملیات پیل کړ او دا مېشن یې ضرب عضب ونوماوه. عضب د اسلام د پیغمبر د یوې تورې نوم و. د پاکستاني پوځ ضرب عضب عملیات درې کاله، یعنې تر ۲۰۱۷ پورې دوام درلود او په دې وخت کې رسنیو ته پته نه وه چې په شمالي وزیرستان کې څه تېریږي.

د ضرب عضب د عملیاتو په نتیجه کې وروسته معلومه شوه چې د سیمې ګڼ شمېر خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي، ځیني یې د بکاخېلو په کېمپ کې دېره شول، ځينې یې افغانستان ته ولاړل او هلته مهاجر شول، او یو شمېر نور هم د پاکستان نورو سیمو کې خواره واره شول.

د ضرب عضب خلاف عملیاتو کې په لکونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول
د ضرب عضب خلاف عملیاتو کې په لکونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول

د پښتنو یوې سیاسي او سماجي کارکنه وړانګه لوڼي وایي چې ضرب عضب د ترهګرو خلاف عملیات نه و. وړانګې لوڼي په یو ټویټ کې ویلي چې دا پوځي عملیات "د پښتنو پرضد و په کوم کې چې بې شمېره بېګناه پښتانه ووژل شول، دېرش زره لادرکه شول، سلګونه زخمیان شول، یو میلین تنان بېځایه شول، زمونږ ښارونه او کورونه وران شول، د پښتنو اقتصاد تباه شو، خو ترهګر اوس هم آزاده چکرې وهي."

د وړانګې لوڼي د دې ټویټ په بیا خپرولو سره، د پاکستان پیپلز ګوند سره تعلق لرونکی پخوانی سنېټر فرحت الله بابر هم د ضرب عضب د عملیاتو نتیجو ته له خپل انداز څخه کتنه کړې ده او لیکلي یې دي: "ضرب عضب د ۲۰۱۴ په جون کې، د تندلارو د شړلو ټکولو په مبینه مقصد پیل شو. شپږ کاله پس له هغه، بېځایه شوې کورنۍ لا هم په کېمپونو کې دي، د سیمې نه بهر خلکو ته دا اجازت نشته چې د هغه ځای لیدنه وکړي، تندلاري بېرته خپلې ډلې سمبالوي، بې بازخواسته ټارګېټ یا هدفي وژنې دوام لري، خلک د توپ خوراک شوي، د طالبانو منصوبه بېرته بحال کړی شوې ده."

د پاکستان د قامي اسمبلې غړی او د پي ټي اېم یو مشر محسن داوړ چې پخپله د وزیرستان دی، وایي چې د ضرب عضب د عملیاتو له وجهې چې کوم زیانونه اووښتي دي، هېڅوک یې د پوښتنې کولو زړه نه لري.

محسن داوړ په خپل ټویټر لیکلي: "ضرب عضب شپږ کاله وړاندې پیل شو. کروړونه روپۍ خرچې شوې او زرګونه کسان اوس هم بېځایه شوي پاته دي. خو د څه د پاره؟ تندلاري اوس هم آزاده ګرځي او پخوانۍ فاټا کې نوې هدفي وژنې کیږي. داسې ښکاري چې ټول هغه بېځایه کېدل او ورانی د هېڅ دپاره و، او هېڅوک زړه نه کوي چې حساب وغواړي."

د ضرب عضب عملیاتو پر مهال، پوځ د شمالي وزیرستان په زیاترو علاقو کې خلکو ته وویل چې د جنګ له وېرې دې باید کډه وکړي. د یوې هفتې په ترڅ کې شاوخوا پنځه ویشت لاکه خلک د پېښور، بنو، او د خېبرپښتونخوا نورو علاقو ته وکوچېدل.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي آفاتو سره د مبارزې صوبائي اداره (پي ډي اېم اې) وایي چې د دوی د شمېرو تر مخه، د رېجسټر شوي بېځایه کورنیو د جملې نه، یو لک و لس زره کورنۍ بېرته خپلو علاقو ته ستنې شوي دي، خو ۱۵۶۰۰ کورنۍ لا تر اوسه خپلو سیمو ته نه دي واپس شوي.

د هغو ۱۷ زره کورنیو د جملې نه چې د افغانستان خوست ولایت ته کډوال شوي و، د چارواکو په وینا پنځه زره کورنۍ یې خپلو علاقو ته واپس راغلي، مګر نور يې لا هم په افغانستان کې پاته دي.

د یو شمېر بېځایه شویو کورنیو یوه ستونزه دا هم ده چې وایي حکومت دوی ته د ورانو شویو کورنیو پوره معاوضه نده ورکړې. هغوی زیاتوي چې د ضرب عضب په عملیاتو کې د دوی جایدادونه، کورونه، او ګاډي او دکانونه له منځه تللي خو څوک نشته چې د دې ټولو تاوان دوی ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG