لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : په 21ؤ کسانو پوځي عدالتونو کې دمقدمو چلولو پريکړه


په دغو کسانو کې زياتره دپاکستان دخيبرپښتونخوا څخه نيول شوي او گمان کيږي هغوي دترهه گرو ډلو سره لار لري

چارواکي وائي دپاکستان دننه ترهگرو سره دتړاؤ په تور دنيول شوؤ 70ؤ پورې کسانو څخه به 21 کسان پوځي عدالتونو ته وروړاندې کړل شي.
په دغو کسانو کې زياتره دپاکستان دخيبرپښتونخوا څخه نيول شوي او گمان کيږي هغوي دترهه گرو ډلو سره لار لري.
سرچينې وائي دنيول شوؤ کسانو په حقله دپلټنو وروستو پريکړه شوې چې دهغوي دجملې څخه به په 21ؤ کسانو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کيږي.
داسې گمان کيږي چې دغو کسانو دخيبرپښتونخوا په کوهاټ ، سوات او قبائيلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو دځانمرگي بريدونو پلانونه جوړ کړي وؤ.
او کله چې دهغوي څخه پلټنې وشوې نو دچارواکو په وينا داسې شواهد مخې ته راغلي چې هغوي دپينډۍ په پريډلين کې په امنيتي ځواکونو ترسره شوؤ بريدونو کې هم لاس لرلو.
په دغو بريدونو کې ديو پوځي ميجر جنرال په گډون گڼ شمير پوځي افسران او تر شلو زيات نور کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG