لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد: فيصل شهزاد سره دتړاؤ په شک شپږکسان نيول شوى دى


پاکستاني چارواکي وايي دنيو يارک دټائمز سکوائرپه ناکامه بمي بريد دککړ پاکستاني نژاده امريکايي وگړي فيصل شهزاد دلاس امداد په شک کې شپږ تنه نیولي دي.

په نیول شوو کې اسلام اباد کې د ودونو دميلمستيا لپاره دسامان ورکوونکې حنیف راجپوت کمپنۍ شریک مالک سلمان اشرف خان هم شامل دی. دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې امريکايي سفارتخانې پاکستان کې موجودو امريکايانو ته خبردارى ورکړى دى چې دحنيف راجپوت کيټررز خدماتو ترلاسه کولو څخه ډډه وکړي ځکه چې کيدى شي ترهگرو دحنيف راجپوت کيټررز سره اړيکې پيداکړي وي.
دحنيف راجپوت په نوم دغه کمپني دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په اعلې کچه ميلمستياگانوکې دخوراک ورکولو خدمات ترسره کوي اؤ دامريکايي سفارتخانې ميلمستياگانو لپاره هم دغه کمپني خوراکونه برابروي. د سلمان اشرف د نیولو ښکاره علت تر اوسه معلوم نه دی. د ښاغلی اشرف پلار رانا اشرف خان چې د کمپنۍ شریک مشر هم دی د خالي په ورځ اسلام کې خبریالانو ته ویلي د ځوي تعلق یې د نیویارک بم سازش جوړونکي شکمن تن فيصل شهزاد سره نشته خو کېدی شي ورسر یې په یو تقریب کې لېدلي وي.
فيصل شهزاد دټائمز سکوائر دناکامه بمي بريد مسوليت پخپله غاړه اخستى دى.
پاکستاني چارواکو چې خپل نومونه ښودل نۀ غواړي وئيلي دي فيصل شهزاد سره دتړاؤ په شک نور درې کسان هم په نزدې ورځوکې نيول شوي دي.
په روانه اوونۍ کې دقامي سلامتۍ دپاره دامريکايي صدر برا ک اوباما صلاحکار جيمز جونز اؤ دسي ايي اى مشرليون پينټا په اسلام ابادکې دنيويارک دټائمزسکوائر دناکامه بمي بريد دپلټنو په اړه پاکستاني چارواکو سره ليدنې کړې وې .
دامريکا حکومت وايي پاکستاني نژاده امريکايي وگړي فيصل شهزاد دپاکستاني طالبانو څخه مرسته اؤ تربيت ترلاسه کړى دى.

XS
SM
MD
LG