لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: د اسیه بي بي خاوند د صدر ټرمپ نه د پناه غوښتنه کړې ده


سخت دریځه مذهبي ډلو د سپریم کورټ د فېصلې سخت مخالفت وکړو او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې یې پرتشدد احتجاجونه او مظاهرې وکړې
سخت دریځه مذهبي ډلو د سپریم کورټ د فېصلې سخت مخالفت وکړو او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې یې پرتشدد احتجاجونه او مظاهرې وکړې

د آسیه بي بي خاوند عاشق مسیح د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ، د برطانيي او کېنېډې نه د پناه غوښتنه کړې ده او ویلي یې د کورنۍ د غړیو ژوندونه یې په خطر کې دي.

رویټرز خبري ادارې ویلي د عاشق مسیح پیغام د وډیو د لارې برټش پاکستاني کرسچین نومې تنظیم ریکارډ کړی دی او خبري ادارې د اتوار، یک شنبې، په ورځ لیدلی.

عاشق مسیح په خپل پېغام کې د امریکې، کینېډې او برطانيي څخه غوښتنه کړې چې د هغه د کورۍ غړیو ته دې تحفظ ورکړي.

تېره هفته د پاکستان سپریم کورټ د آسیه بي بي خلاف د مذهب د سپکاوي په الزام هغې د لادني عدالتونو د مرگ سزا ختمه او د هغې د ازادولو فېصله یې وکړه.

سخت دریځه مذهبي ډلو د سپریم کورټ د فېصلې سخت مخالفت وکړو او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې یې پرتشدد احتجاجونه او مظاهرې وکړې.

رویټرز وویل په اسلام آباد کې د امریکې، برطانيي او کېنېډې سفارتخانو د عاشق مسیح په غوښتنه څه غبرگون نه دی ښودلی.

په عین حال کې ټوېټر د تحریک لبېک مشر خادم حسین رضوي اکاونټ تړلی دی.

د تحریک لبیک مشرانو د اسیه بي بي د فیصلې په سر د سپریم کورټ د ججانو، د پوځ مشر او وزیراعظم عمران خان خلاف انتهايي سختې خبرې کړې، د وژلو غوښتنه یې کړې او ویلي یې دي چې عمران خان دې د خپلې چوکۍ نه لرې شي.

د آسیه بي بي د دفاع وکیل سېف الملوک هم ویلي چې ژوند ته د خطر له وجې د پاکستان څخه تللی دی.

رویټرز وویل سېف الملوک ورته د وېټس اېپ پېغام دلارې وویل چې هغه بل ملک ته تللی دی چې دا رنگ خپل ځان د قهرجنو خلکو د لاسه د وژل کیدو نه محفوظ کړي. وکیل وویل که چېرې د پاکستان امنیتي ادارې ورته د تحفظ ضمانت ورکړي نو د آسیه بي بي په مقدمه بیا کار پېل کولو ته تیار دی.

آسیه بي بي ته په کال ٢٠١٠ کې د مرگ سزا اورول شوي وه. سپریم کورټ د زیلي عدالتونو فېصلې رد کړې او د هغې د ازادۍ فېصله یې وکړه.

د سپریم کورټ د فېصلې خلاف په پاکستان کې قهرجنې احتجاجونه راوپاریدل. حکومت په ټېلې وژنونو پابندي لگولې وه چې دغه احتجاجونه دې نه ښايي.

د حکومت سره د یوې لوظنامې وروسته تحریک لبېک خپل احتجاجونه ختم کړې دي. د لوظنامې ترمخه حکومت به د سپریم کورټ د فېصلې خلاف د اپیلونو مخه نه نیسي او په آسیه بي بي به پابندي لگوي چې د ملک نه بهر لاړه نه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG