لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بډه بیرې په بم چاؤدنه کې وژل شوي کسان خاؤرو ته وسپارلی شو


د اتوار په ورځ د پیښور په مضافاتو کې د بډه بيرې تاڼې ترڅنگ دامنيتي ځواکونو دگاډو په کاروان شوې بمي چاؤدنه شوي وه. وړمبي رپورټونو کې چارواکو د ١۴ کسانو د وژل کیدو تصدیق کړې وو چې پکې ماشومان هم شامل دي
د اتوار په ورځ د پیښور په مضافاتو کې د بډه بيرې تاڼې ترڅنگ دامنيتي ځواکونو دگاډو په کاروان شوې بمي چاؤدنه شوي وه. وړمبي رپورټونو کې چارواکو د ١۴ کسانو د وژل کیدو تصدیق کړې وو چې پکې ماشومان هم شامل دي
د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پیښور سره نزدې دامنیتي ځواکونو قافلې سره بم چاؤدنه کې وژل شوي زیاتره کسان د گل په ورځ خاؤرو ته وسپارلی شو او حمله کې د وژل شوؤ کسان شمیره ١٨ ؤ ته رسیدلې ده.
د اتوار په ورځ د پیښور په مضافاتو کې د بډه بيرې تاڼې ترڅنگ دامنيتي ځواکونو دگاډو په کاروان شوې بمي چاؤدنه شوي وه. وړمبي رپورټونو کې چارواکو د ١۴ کسانو د وژل کیدو تصدیق کړې وو چې پکې ماشومان هم شامل دي.
خو د گل په ورځ د چاوراکو د وینا ترمخه، پیښه کې د وژل شوو کسانو شمیره ١٨ ؤ ته رسیدلې ده. بم چاؤدنه کې ٢٠ ؤ نه زیات کسان زخمیان شوي وو.
ايس پي رول شفيع الله خان ددغه چاؤدنې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي وو بم چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دايف سي کاروان په کوهاټ روډ روان ؤ اؤ ديو سي اين جي سره نزدې ولاړ گاډي کې درنه چاؤدنه وشوه.
هغه وئيلي دي چې چاؤدنه کې گڼ شمير عسکر ژوبل شوي ، خو دکوم عسکر دوژل کيدو اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
د اتوار په ورځ د پیښې په حقله د خيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي ډيوه ريډيو سره خبرو کې ویلي وو چې پکې درې ماشومان هم وژل شوي دي.
دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو يو چارواکي عبدالحق وائي چې موټري بم چاؤدنه کې د٤٠ څخه پنځوسو کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي وؤ.
په سمدستي ډول دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه شوې اؤ که دکوم ځانمرگي لخوا ترسره شوې ده.
دچاؤدنې وروستو سيمه کې دډزو غږونه هم اوريدل شوي اؤ پيښه کې ژوبل شوي کسان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته وړل شوي دي.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونه ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې ، دلټونې عمليات پيل کړل شوي اؤ دپيښې پلټنې روانې دي.
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دپيښور په بډه بيره سيمه کې درامينځته شوې دغه چاؤدنې غندنه کړې اؤ دبې گناه خلکو په وژنه يې افسوس ښکاره کړى.
ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو دشوؤ حملو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
څيړونکو پاکستان کې دنوي حکومت دجوړيدو وروستو طالبانو سره دامن مذاکراتو دپيل کيدو هيلې څرگندې کړې وې ، خو تيره مياشت شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمهم مشر ولي الرحمان دوژل کيدو وروستو دغسې ممکنه مذاکراتي عمل ته زيان هاغه مهال ورسيدو ، کله چې ټي ټي پي حکومت سره دمذاکراتو دځنډولو اعلان وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG