لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرال باجوه د ملازمت موده وغځول شوه ـ غبرگونونه یې په اړه څه دي؟


د پاکستان وزیراعظم عمران خان، د پوځ موجوده سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د ملازمت موده درېیو نورو کلونو دپاره زیاته کړې ده. ناقدین وایي د وزیراعظم د دې فیصلې له وجهې، د پوځ د سینیئر افسرانو حق متاثره شوی دی.

پر سوشل میډیا، پر وزیراعظم دا تنقید روان دی چې د خپل وزیراعظم جوړېدو په بدل یې د جنرال باجوه بدل ورخلاص کړ.

د وزیراعظم دفتر نه د جاري شوي بیان ترمخه، د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د ملازمت موده د درېیو نورو کلونو دپاره غځیدلې ده او دا فیصله په سیمه کې روان د امنیتي حالاتو ترمخه شوې ده.

سیاسي مخالفین یې وزیراعظم عمران خان د "یو ټــُرن" په نامه هم یادوي، یعنې د خپلو خبرو نه پر شا کیږي، او کله چې دی وزیراعظم نه و جوړ شوی، نو یو شخصي ټلویژن سره د خبرو پر وخت د پوځ د سرلښکر د ملازمت مودې غځولو خلاف یې سختې خبرې هم کړې وې.

عمران خان هغه وخت ویلي و، "کله چې تاسو د یو انسان دپاره قانون بدل کړئ، په دې کار ټولې ادارې متاثره کوئ."

د ٢٠١٦ کال په جنوري میاشت کې، پس له هغه چې جنرال راحیل شریف وویل نور نه غواړي د ملازمت موده یې وغځول شي، نو عمران خان چې هغه وخت په واک کې نه و، پر خپل ټویټر ولیکل:

"پس له هغه چې جنرال راحیل شریف د خپل ملازمت د مودې د غځولو په انکار کې بیان جاري کړ، د قام په نزد یې درناوی زیات شو."

جنرال باجوه د ٢٠١٦ کال په نوامبر کې د پاکستان د پوځ سرلښکر جوړ شوی و، او د ٢٠١٩ کال په نوامبر میاشت کې یې د ملازمت موده پوره کیدله. له جنرال قمر جاوید باجوه نه وړاندې، د جنرال اشفاق پرویز کیاني د ملازمت موده هم زیاته کړی شوې وه. له هغه نه وړاندې، فیلډ مارشال ایوب خان، جنرال ضیاالحق، او جنرال پرویز مشرف چې کله په اقتدار کې و، نو خپله به یې ځان له د سرلښکر د ملازمت موده زیاتوله.

د وزیراعظم لخوا د پوځ سرلښکر د ملازمت مودې غځولو په هکله څیړنکار لفټننټ جنرل (ر) طلعت مسعود وایي چې له کله نه د پاکستان تحریک انصاف حکومت جوړ شوی دی، نو داسې ښکاري چې وزیراعظم عمران خان، د پوځ پر سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه باندې زیات اعتبار لري او هم د هغه په مشورو زیات عمل کوي.

ریټایرډ جنرل طلعت مسعود دا هم وایي چې پاکستان کې چیرې د پوځ سرلښکر د ملازمت موده زیاتیږي، نو د پوځ زیات افسران پرې متاثر کیږي. هغه زیاتوي، "د پوځ خپله طریقه ده، که چیرې د سرلښکر د ملازمت موده غځول کیږي، نو د یو شمیر افسرانو ترقي ودریږي."

یو بل څیړونکی او لیکوال، سلمان رشید پر خپل ټویټر لیکلي:

"نو جنرال باجوه د خپل ملازمت موده وغځوله. آیا دا داسې معنا لري چې د پوځ اوسني کورپ کمانډران قابلیت نه لري؟ زه یوازې همدا معنا ترې ایستلی شم."

بل پلو، یو پاکستانی څیړنکار جان اڅکزي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د جنرال باجوه په مشرتابه به، د راتلونکو درېیو کلونو دپاره د پاکستان په سټراټیجیکو پالیسیو کې مداومت یقیني کړي.

یو بل څیړنکار ډاکټر حسن عسکري وایي د تیرو حکومتونو به اکثره له پوځ سره تعلقات سم نه و، خو اوس نړۍ ته هم پته لگیدلې ده چې د پاکستان پوځ او حکومت پر یوه پاڼه دي. حسن عسکري ډېوه نیوز ته وویل اوس به نړۍ په دې یقین کوي د پاکستان د حکومت څه تگلارې چې وي، هغه کې به د پوځ رضا هم شامله وي.

د جنرال باجوه د ملازمت د غځېدو گنگوسې له ډېرې مودې روانې وې، آن مخکې تر دې چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان وروستۍ ناندرې راپیدا شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG