لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت: د رېکو دیک د تاوان په قضیه کې خبرو اترو ته آماده یو


د بلوچستان حکومت وایي د کانا‌‌‌‌‌‌ډایي کمپنۍ ټېتیان سره د نږدې شپږ ارب ‌‌‌‌‌‌ډالرو په تاوان د خبرو لپاره د منځګړو او قانون پوهانو کمیټې جوړوي او دا چې حکومت اماده دی دا ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

د صوبایي حکومت د اطلاعاتو سلاکار لیاقت شاهواني ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته ویلي چې د دوی حکومت د انټرنېشنل سینټر فار سیټلمنټ ‌‌‌‌‌‌ډسپيوټس یا د پانګوونکو او حکومتونو تر منځه د قانوني کشالو د هواري نړیوال مرکز لخوا د ټېتیان کمپنۍ په عارضه د فیصلې هر اړخیزه جاج اخلي او له مرکزي حکومت سره هم په دې اړه په تماس کې دی.

د جولای په دولسمه نېټه د نړیوال بانک جرګه ګۍ په خپله پریکړه کې پاکستان ته ویلي چې ټېتیان کمپنۍ ته دې د ریکو دیک د سرو زرو او مسو د پروژې د اجازت نامې د لغوه کولو پر سر د پنځه اعشاریه اته (٥،٨) ارب ‌‌‌‌‌‌ډالره تاوان ادا کړي.

ټېتیان کمپنۍ چې د چلي د انتوفاګسټا او د کانا‌‌‌‌‌‌ډا د بېرک ګولډ په شراکت جوړه سوې، د ایران او افغانستان پولې ته نږدې د بلوچستان په ریکو دیک سیمه کې د یوه آتش فشانې غره په لمن کې د سرو زرو او مسو په ذخیره کار شورو کړی وو، او وایي چې د ذخېرې په لټولو یې ۲۲۰ میلیونه ډالره لګولي و.

خو د بلوچستان حکومت ویلي وو چې له یادې کمپنۍ سره په تړون کې ځینې نیمګړتیاوې وې او غوښتل یې چې د سرو زرو د صفا کولو لېبارټري دې په بلوچستان کې ولګول شې، دا غوښتنه ټېتیان کمپنۍ رد کړه او ایالتي حکومت د کمپنۍ پر ضد عدالت کې عارضه وکړه.

په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان سترې محکمې دا تړون لغوه کړ؛ د نړیوال بانک د منځګړیتوب جرګه ګۍ د ۷۰۰ ورقو په فیصله کې ویلي چې پاکستان به تر څلور ‌‌‌‌‌‌ارب ډالره زیات د تاوان او نږدې ۲ ارب ‌‌‌‌‌‌ډالره د سود په توګه ټېتیان کمپنۍ ته ادا کوي، خو د فیصلې نور جزییات لا نه دي په ‌‌‌‌‌‌ډاګه شوي.

په بلوچستان کې د مالیې پخوانی سېکرټري محفوظ علي خان چې د تړون په ځېنې برخو کې یې له کانا‌‌‌‌‌‌ډایي کمپنۍ سره مذاکراتو کې برخه درلوده، ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته ویلي له حکومت سره د خبرو پرته بله لار نشته او که چېرې له ټېتیان سره خبرې ناکامه شي، نو دا به په پاکستان کې د پانګونو په اینده پوښتنې را پورته کړي، او نړیوال پانګوال به نور ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوي.

ښاغلې خان ویلي د تاوان پیسې دومره ‌‌‌‌‌‌ډېري دې چې د بلوچستان ایالت د درې کلونو له بجټ سره برابرې دې. د یاد ایالت د سږ کال بودیجه څلور سوه ارب روپیو ته نږدې وه چې پکې د ۴۸ ارب روپيو خساره هم شامله ده.

د رویټرز خبري اداره وایي د ټېتیان مشر ویلیم هایس هم پاکستان ته د تاوان د پریکړې په اړه د خبرو اترو وړاندیز کړی دی او د پاکستان لوی څارنوال د دې وړاندیز هرکلی کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ټیتیان سره د لوظنامې د لغوه کولو د پلټنو امر ورکړی او لوی څارنوال وایي چې ښایي دې پلټنو کې د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي افتخار چوهدري هم وپوښتل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG