لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د وچکالۍ له امله ډیر خلک بې کوره کیدی شي


په بلوچستان کښې د ملګرو ملتونو د پرمختیایې ادارې یا یو این ‌‌‌‌‌‌ډي پي مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر خیر محمد کاکړ هم دا اندیښنه ښودلې که چیري د وچکالۍ د اغیز کمولو لپاره سملاسي ګامونه وا نه خیستل شو نو په زیات شمیر د خلکو د کډه کیدو امکانات دي
په بلوچستان کښې د ملګرو ملتونو د پرمختیایې ادارې یا یو این ‌‌‌‌‌‌ډي پي مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر خیر محمد کاکړ هم دا اندیښنه ښودلې که چیري د وچکالۍ د اغیز کمولو لپاره سملاسي ګامونه وا نه خیستل شو نو په زیات شمیر د خلکو د کډه کیدو امکانات دي

په بلوچستان کښې چارواکې او کارپوهان وایي که د وچکالۍ لړۍ نور هم دوام وکړ نو ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک به کډه کیدو ته اړ شې.

په هغه صوبه کښې د کلیوالې پرمختیا د ادارې مشر نادرګل بړېڅې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي موسمې بدلون او وچکالي پر خپل ځای خو دحکومت د بد انتظام له امله په بلوچستان کښې د وچکلۍ اغېز ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات دی. د ده په وینا په صوبه کښې تر ١٢ میلیون ایکړ فټه زیاتې اوبه هرکال ضایع کیږي چې د دوو تربیله ‌‌‌‌‌‌ډېمونو برابرې دې او یوازې دوه میلیون ایکړ فټه اوبه په کار راوستل کیږي.

ښاغلې بړیڅې زیاته کړه چې په بلوچستان کې د باراني او سیلابي اوبو د مهار کولو لپاره په بېړنۍ توګه د بندونو جوړونې ته اړتیا ده او که داسې ونشي نو د پښتنو له سیمو څخه به ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک کډه شي.

په بلوچستان کښې د کروندګرو د تنظيم یو مشر حاجي عبد الرحمان بازیی وایي د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۵م تر منځه په وچکالۍ کښې د دوی د شمیرو له مخې د کروندګرو نزدې شپږ ارب روپۍ تاوان شوی. هغه وویل په هغه وه کلونو کښې پنځه څلوېښت لکه درختې، پنځه نیم زره با‌ؤړۍ، تر دوه سوه زیات کارېزونه او نزدې دوه زره چینې وچې شوې.

ښاغلي بازیي زیاته کړه چې د وچکالۍ په هغه پړاو کښې تر پنځه اویا لکه زیات څاروي هم مړه شوي دي او دا تاوانونه لاتراوسه دوام لري، خو د دومره زیات مالي تاوان برسیره هم حکومت څه نه دي کړي او د غوښتنو برسیره یې د زمیندارو هغه پورونه هم ندې معاف کړې چې شل کاله پخوا یې له زرعي بانک څخه اخستې وو.

په بلوچستان کښې د ملګرو ملتونو د پرمختیایې ادارې یا یو این ‌‌‌‌‌‌ډي پي مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر خیر محمد کاکړ هم دا اندیښنه ښودلې که چیري د وچکالۍ د اغیز کمولو لپاره سملاسي ګامونه وا نه خیستل شو نو په زیات شمیر د خلکو د کډه کیدو امکانات دي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر خیر وویل د بلوچستان کروند ګر باید له نوي تحقيق څخه ګټه واخلې او د خپلې کروندې طرز بدل کړي. هغه وایي د دوی ادارې په بلوچستان کښې له امریکا څخه وارد کړل شويو میوو د درختو او انګورو باغچې جوړې کړې دي او ‌‌‌‌‌‌ډېری خلک ورڅخه استفاده کوي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر خیر وویل چې دغه درختي په لږو اوبو ‌‌‌‌‌‌ډېر حاصل ورکوي او زر هم نه خرابیږي، هغه ټينګار وکړ چې باید داسې فصلونه او وني و کرهل شي چې ‌‌‌‌‌‌ډېري اوبه نه غواړي.

د بلوچستان د وچکالۍ په اړه پوره بحث په لاندینې لینک اورېدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:16 0:00

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG