لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د کویلې زیارکښانو له کار څخه انکار کړی دی


د جنورۍ په دریمه نېټه وسله والو په مچ کې لس کانکیدونکي له تښتونې ورسته وژلي وو او چارواکې وایي چې وژل شوي ټول کسان د هزاره قبیلې شیعه مذهب منونکې وو
د جنورۍ په دریمه نېټه وسله والو په مچ کې لس کانکیدونکي له تښتونې ورسته وژلي وو او چارواکې وایي چې وژل شوي ټول کسان د هزاره قبیلې شیعه مذهب منونکې وو

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د کویلې د زیارکښانو تنظیمونه وایي دا میاشت په مچ سیمه کې د ترهګرۍ له پېښي وروسته په خواریکښو کې سخته وېره خوره شوې او دوې اونۍ تېرېدو سربېره هم بیرته کار ته نه دې ستانه شوي.

د جنورۍ په دریمه نېټه وسله والو په مچ کې لس کانکیدونکي له تښتونې ورسته وژلي وو او چارواکې وایي چې وژل شوي ټول کسان د هزاره قبیلې شیعه مذهب منونکې وو.

د پېښي پړه داعش وسلوالې ډلي پر خپل سر اخستې وه، له دغه پېښې ورسته هزاره قبیلې سخت احتجاجونه وکړل، مړي یې نه ښخول او لویې لارې یې تړلي وې.

حکومتي چارواکې او په بلوچستان کې د شیعه مسلمانانو مذهبي ګوند وحدت المسلیمین وایي د مرکزي حکومت سره د بریالیو خبرو په ترڅ کې شپږمه ورځ احتجاج ختم او مړي خاورو ته وسپارل شو. حکومت وایي د هر مړي له کورنۍ سره یې 25 لکه روپۍ نغده مرسته کړې ده.

د کویلې د زیارکښانو د تنظیم مشر اقبال یوسفزي ډیوه ته ویلي “د مچ له دردونکې پېښي ورسته مزدوران په سخته وېره کې دي او وايي تر هغو به بیرته کار ته نه ځي تر څو چې د دوی د امنیت لپاره پوره او باوري ګامونه نه وي اخستل شوي”.

ښاغلي یوسفزي وویل په مچ او ورڅېرمه د کوټي په مارواړ سیمه کې نږدې 50 زره کسان د کویلې په کانونو کې کار کوي او له دې سره اړونده چارو کې 15 زره نور مزدوران هم تړلي دي چې اوس ټول بېروزګاره دي.

په بلوچستان کې د کانونو د چارو د ادارې یوه لوړ رتبه چارواکې جمعه خان بابر ډیوه ته ویلي چې حکومت د کانونو او زیارکښانو د امنیت لپاره په یو جامع پلان باندي کار کوي او دغه پلان کې د امنیت ساتني ټوله ادارې برخه لري چې ډېر زر به عملي کړل شي، خو نوموړي د پلان نور جزیات شریک نه کړل.

په بلوچستان کې د کویلې غټي زخیرې په 1880 کال کې میندل شوي وې او دا وخت له هغه صویې څخه هر کال نږدې 35 لکه ټنه کویله یا د سکرو ډبره ایستل کیږي. زیاتره کانونه د شخصي کمپنیو ملکیت دي چې ورباندي خواریکښو ته د ساتني سامان آلات او نور اړونده اسانتیاو نه ورکولو تورونه لګول کیږي خو دغه کمپنیاني یې ردونه کوي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو د تنظیم یو چارواکی شمس مندوخېل وایي په صوبه کې د کویلې له صنعت سره تر یو لک (سل زره) زیات خواریکښ تړلي دي او د دغه مزدورانو خپل تنظیمونه هم یوازي د شخصي ګټو لپاره کار کوي او د مزدورانو د حالت ښه کولو کې یې ټاکل شوی رول نه دی لوبولی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه د کوټي د سفر په محال د وژل شویو زیارکښانو له خپلوانو سره د لېدو په محال ویلي چې صوبه کې به د ترهګرو ډلو سروهنه کوي او د امنیت خوندي کولو لپاره به هر اړخیزه ګامونه اخلي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG