بلوچستان کې د تعلیم وزیر وايي هلته له "گوسټ سکولونو" او استازانو ورسته اوس گوسټ طالبعلمان هم په گوته شوې چې شمیر يي له درې لکه څخه تر څلور لکه پورې دی.
د تعلیم صوبائي وزیر عبدالرحیم زیارتوال د وي او ای ډیوه ریډیو د روانو چارو په خپرونه کې ویلي هڅه کوي چې هغه ناارامه صوبه کې تعلیمي وضع سمه کړي خو ددې په وینا د استازانو سازمانونه، ارام غوښتونکې افسران او له اوږدې مودې راهسې روان ادارې فساد د اصلاحاتو په لار کې خنډونه رامینځته کوي.
ښاغلي زیارتوال وویل په ایالت کې ٦٠٠٠٠ استازان معاشونه اخلي خو له څیړونو ورسته معلومه شوه چې ١٥٠٠٠ استازان گوسټ یا جعلي دي یعني حکومت څخه د خپلې نوکرۍ تنخاگانې اخلي خو په سکولونو کې خپله وظیفه نه ترسره کوي. او دا ډول یو شمیر داسې سکولونه هم شته چې یوازې په سرکاري کاغذونو کې شتون لري.
هغه وویل که څوک هم په بلوچستان کې د سکولونو او استازانو په اړه څه هم شکایت لري نو د هغه په شخصي فیکس يي هغه ته ورکولی شي: د فیکس شمیره
081-9201286
نوموړي وویل تربت، خضدار، سیوۍ او لورالائي کې د نوي پوهنتونو په جوړونه کار روان دی. اوس دوي په ژوب او گوادر کې هم د پوهنتونو منظوري ورکړې ده.
د وي او ای ډیوه خبریال نصیر احمد کاکړ سره د ښاغلي زیارتوال پوره مرکه دلته اوریدی شۍ: