لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي صوبه یې د ترهګرۍ او کرونا وایرس سره مقابله کوي


د بلوچستان هوم منسټر په صوبه کې د نا ارامۍ په اړه خبرې په داسې حال کې وکړې چې دا میاشت په پوځ په دوو حملو کې لږ تر لږه ۱۳ عسکر وژل شوي دي

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میرضیا لانګو ویلي بلوچستان په یو وخت د ترهګرۍ او کرونا وایرس سره مخامخ دی او ځینې خارجي قوتونه په صوبه کې د امن خرابوولو کوښښونه کوي.

د وي او ای اردو څانګه وايي میر ضیا لانګو په بلوچستان کې د خارجي لاس وهنې په اړه خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ په یوه مرکه کې وکړي. "دا د بعضو قوتونو په مفاد کې نه ده. ځکه نه یوازې په افغانستان کې د حالاتو د خرابوولو کوښښونه کولی شي او کېږي به، بلکې پاکستان هم هدف جوړولی شي."

د بلوچستان هوم منسټر په صوبه کې د نا ارامۍ په اړه خبرې په داسې حال کې وکړې چې دا میاشت په پوځ په دوو حملو کې لږ تر لږه ۱۳ عسکر وژل شوي دي.

د وي او ای اردو څانګه وايي په دې لړ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې میرضیا لانګو وویل صوبه یې په یو وخت د کرونا او هم د ترهګرۍ سره مقابله کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه په بلوچستان کې د کروناوایرس ۲۸۸۵ او د وایرس دلاسه د خلکو د مرګونو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی.

د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې میرضیا لانګو وویل دوی سره ثبوت موجود دی چې په بلوچستان کې د حملو منصوبه سازي د هغه په قول "په بهارت کې کیږي." خو اردو څانګه وايي د کوښښونه پرته هم د هندوستان عکس العمل مخې ته رانغلو خو هندوستان همیشه دا دریځ خپل کړی دی چې په بلوچستان د دغه ډول پېښو سره هیڅ تعلق نه لري.

په مرکه کې د میرضیا لانګو نه د ثبوت په اړه پوښتنه وشوه چې پاکستان بیا ولې د انصاف نړیوال عدالت ته خپله مقدمه نه وړي او یا یې میډیا ته ولې نه وړاندې کوي؟ نو هغه وویل چې د کلبهوشن په کېس د عدالت رویه مخې ته راغلی ده او میډیا ته د ثبوت په وړاندې کولو کې د ملک د سلامتۍ تقاضې هم په نظر کې ساتل وي.

کلبهوشن یادېو پاکستان هندوستان دپاره د جاسوسۍ په الزام نیولی و او يو پوځي عدالت هغه ته د مرګ سزا واوروله. د انصاف نړیوال عدالت د هغه د ازادۍ دپاره د هندوستان خواست رد کړو خو د هغه د مرګ سزا یې هم وځنډوله. عدالت پاکستان ته امر وکړو چې هندي سفارتکارانو ته دې اجازت ورکړي چې د کلبهوشن سره وګوري او پاکستان دې د هغه کېس ته بیا د سره کتنه وکړي.

میر ضیا لانګو وویل د کومو ملکونو سره چې پاکستان استخباراتي معلومات شریکوي هغوی ته د هند په اړه معلومات وړاندې کړی شوي دي. داسې ښکاري چې ښاغلي لانګو وه نه وېل چې پاکستان د کومو ملکونو سره دغه ډول معلومات شریکوي.

پاکستاني مامورین په بلوچستان کې د تشدد پړه په بیلتون خوښو مسلڅ بلوڅ وسله والو ډلو اچوي خو په ورستۍ موده کې د داعش په شملو ځینو نورو سخت دریځه مذهبي ډلو هم د حملو ‌ذمه واري منلې ده. د رقبې په لحاظ بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه او د ماهرینو په قول په قدرتي وسایلو سنباله صوبه ده او ځینې بلوڅ سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې صوبې ته د په خپلو وسایلو زیات اختیار ورکړی شي.

XS
SM
MD
LG