لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ آر سي پي: حکومت په بلوچستان کې د بشري حقونو ښه کولو ته ژمن نه ښکاري


د پاکستان د بشري حقونو تنظيم یا ایچ آرسي پي وایي په بلوچستان صوبه کې د بشري حقونو وضع ورځ تر بله خرابېږي خو حکومتي ادارې د دې د ښه کولو لپاره عملې ګامونه نه اخلې.

ادارې تېره اونۍ د ۳۴۱ پاڼو په خپل ريپورټ کې ویلي چې په بلوچستان کې صحافت له بندیزونو سره مخ دی، خبریالان ازاد او بې پلوه خبرونه نشې ورکولی او د قلم خاوندان د ریاستي ادارو او وسلوالو تر منځ راګیر دي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو د ادارې چارواکی، شمس مندوخېل وایي پروسږ کال بلوچستان کې له ۵۴۰ څخه زیات کسان په زوره بې درکه کړل شول او د ورکو خلکو په کمیسیون کې یوازې د ۱۳۱ کسانو د قضیو اورېدنه وشوه. رسنۍ په دې اړه ریپوټونه نشي ورکولای او ریاست دا ستونزه حل کول نه غواړي.

ښاغلي مندوخېل وویل دغه ریپورټ کې ویل شوي چې له ماشومانو او ښځو سره د جنسي تېري په پېښو کې هم زیاتوالی راغلی، د څښلود صفا اوبو، روغتیا د اسانتیاو نشتوالی، د خوارکي موادو کموالی، خوارځواکي، د ښوونځیو نشتوالی او د روزګار د موقعو په نشتوالي هم اندېښنې ښودل شوي او ویل شوي چې حکومت د هغه شاته پاته صوبې لپاره په ظاهره څه پلان نلري.

د بشري حقونو سازمان ویلي چې بلوچستان کې د شیعه لږکیو د خوندیتوب او فرقه ایز تشدد د ختمولو لپاره هم پياوړي ګامونه نه دي اخستي او په دې لړ کې تر اوسه اخستل شوي ګامونه عارضې ثابت شوي دي.

خو د بلوچستان حکومت د ریپورټ ځیني برخې رد کړي او وایي د تېرو حکومتونو پرتله اوس وضع تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بریده سمه ده.

د رسنیو لپاره د اعلا وزیر سلاکار عظيم کاکړ وایي سږ کال تر درې سوه زیات بې درکه بلوڅان خپلو کورونو ته رسېدلي دي او دا خبر حکومت مخالفه ګوندونه هم تائیدوي. د ده په وینا په سیکرټرېټ کې د ورکو خلکو لپاره جلا برخه جوړه شوې او هره میاشت د بې درکو خلکو د فهرست جاج اخستل کېږي.

ښاغلي کاکړ وویل د شیعه لږکیو په وړاندې د تشدد د مخنیوې لپاره هم هر اړخېزه اقدامات شوي دي چې له امله یې د تشدد په پېښو کې څرګنده کمی راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG