لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان سیاسي فعاله جلیله حېدر په لاهور هوايي اډه د ایسارېدو ورسته ازاده کړی شوه


جلیله حېدر د بلوچستان د کوټې ښار اوسېدونکې، د بشري حقونو او سیاسي فعاله ده او د وومن ډیموکرېټک فرنټ د بلوچستان مشره ده

د بلوچستان د کوټې ښار اوسېدونکې د بشري حقونو او سیاسي فعاله او د وومن ډیموکرېټک فرنټ د بلوچستان مشره جلیله حیدر ویلي چارواکو برطانيي ته د تگ نه راوگرځوله او ‌په لاهور هوايي اډه د اووه گنټو دپاره د ایسارولو وروسته ازاده کړه.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې جلیله حېدر وویل هغې په برطانیه کې په یو کانفرنس کې د ګډون لپاره د لاهور هوایي ډګر څخه پرواز کول وو چې د اېف ايي ای چارواکو ایساره کړه.

مېرمن حېدر وویل کله چې هغې د چارواکو نه وپوښتل چې ولې ورته د سفر اجازت نه ورکول کېږي نو چارواکو وویل چې د "ریاست خلاف" په هلو ځلو کې د ککړتیا په سر د هغې نوم په اېگزېټ کنټرول لسټ یا ايي سي اېل کې شامل کړی شوی دی. په دې فهرست د هغو خلکو نومونه وي چې د پاکستان حکومت پرې د هېواد نه بهر د سفر پابندي لگولي وي.

جليله حېدر ووېل هغې ته خپل پاسپورټ بېرته ورکړی شوی دی او ورته ووېل شوي چې په بل پرواز کې برطانیي ته سفر کولی شي.

جلیله حېدر د ریاست خلاف هلو ځلو کې د ککړتیا خبره رد کړه.

د پاکستان د انساني حقونو غیر حکومتي تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان د جلیله حېدر د ازادېدو هرکلی وکړو او د حکومتي گام په اړه یې پوښتنې راپورته کړی.

جلیلې حیدر پر فېسبوک لیکلي وو چې کله یې له چارواکو د دې د سفر د مخنیوي پوښتنه وکړه، نو هغوی ورته وویل چې "نوم دې د ریاست ضد فعالیتونو له کبله د سفري بندیزونو په نوملړ (اې سي ایل) کې اچول شوی دی".

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د جلیلې حیدر د نیول کېدو او په اې سي ایل کې د هغې د نوم اچول کېدو په اړه سمدستي توند غبرګون څرګند کړی او د ایف ای اې چارواکو دا ګام یې غندلی دی

XS
SM
MD
LG