لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې درکه بلوڅان او د ٧٠ کلن قدیر بلوڅ مبارزه



ماما قدیر په وینا تر ٧٠٠ کلومتره زیات دې پیاده لاریون کې ورسره ١٣ کلنه داسې ماشومه شامله ده چې د اپنډیکس عملیات يي کړې. هغه وايي د بلوڅو هر څلورم کور له ناؤرینه ډکه کیسه لري او ددې ناؤرین ختمولو لپاره هغه دغه مرام پخپله اوږه اخېستی
ماما قدیر په وینا تر ٧٠٠ کلومتره زیات دې پیاده لاریون کې ورسره ١٣ کلنه داسې ماشومه شامله ده چې د اپنډیکس عملیات يي کړې. هغه وايي د بلوڅو هر څلورم کور له ناؤرینه ډکه کیسه لري او ددې ناؤرین ختمولو لپاره هغه دغه مرام پخپله اوږه اخېستی
د پاکستان کړکیچ ځپلې بلوچستان ایالت کې د بې درکه کسانو لپاره ژغا کونکې تنظیم لخوا د کوټې څخه کراچۍ پورې اوږد لاریون جاري دی. دغه لاریون د اکتوبر په ٢٧ نیټه پیل شوی او یوه اونۍ ورسته به کراچۍ ته رسیږي. د بلوچستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د احتجاج په توگه د لاریون برخه وال تر ٧٠٠ کلومتره زیات واټن په پښو وهي او پکې انجونه، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري شامل دي. د لانگ مارچ مشري د تنظیم مرستیال مشر ٧٠ کلن ماما قدیر بلوڅ کوي. هغه ډیوه ریډیو ته ویلي په لاریون کې د یوې ١٣ کلنې ماشومې په گډون ٢٠ برخه وال لرې او دوي هره ورځ شا او خوا ٣٠ کلومتره پیاده سفر کوي. څه سفري ازدوغه نه لري خو چې له هر ښار او کلې څخه تیریږي بلوڅان يي د خپل روایتونو سره سم میلمستیا کوي، خوا خوږي ورسره څرگندوي او د یو والې لپاره په لاریون کې تر یو څو کلومتره پورې ورسره شامل شي.
د ٧٠ کاله په عمر کې د مبارزې کیسه تیرولو په وخت ماما قدیر ډیوه ریډیو ته وویل د هغه ځوان زوئی جلیل ریکې په فرورۍ کال ٢٠٠٩ کې وتښتول شو او نومبر ٢٠١١ کې د هغه مړی د تربت اسسټنټ کمشنر په لاس ورکړ چې ډیر زیات تشدد ورباندی شوی وو، یو لاس یي مات بل يي سوځول شوی او په بدن يي د سوځیدو نخښې وې. هغه وویل د خپل زوئی د بې درکۍ په وخت چې دئ له کومو کړاؤنو او دردونو څخه تیر شوی نه غواړي چې نورې کورنئۍ دې هم له دې دردونو او ستونزو سره مخ شي. هغه وايي ٧٠ کلن یم خو عزم، همت او مبارزه مې ځوانه ده.
ماما قدیر په وینا تر ٧٠٠ کلومتره زیات دې پیاده لاریون کې ورسره ١٣ کلنه داسې ماشومه شامله ده چې د اپنډیکس عملیات يي کړې. هغه وايي د بلوڅو هر څلورم کور له ناؤرینه ډکه کیسه لري او ددې ناؤرین ختمولو لپاره هغه دغه مرام پخپله اوږه اخېستی. خو ماما قدیر وايي کله کله خواشینی هم شي چې گوري پاکستاني مطبوعات او ځېنې ښې اړخه سیاسې گوندونه د ترهگرۍ په تور تورنې عافیه صدیقې لپاره خو اسمان په سر واخلي خو په زرهاو بلوڅ فعالینو، د هغوي خراب شوي مړي او هدفي وژنو باندې داسې پټه خوله دي لکه مار چې چیچلې وي.
ماما قدیر بلوڅ د لانگ مارچ په مهال د ځېنې حکومت پلوه ډلو لخوا د گواښونو، د چارواکو له اړخه د خلقو ډارولو او سفري مشکلاتو ټوله کیسه دلته اوریدلی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:57 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG