لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

م.م وايي بلوچستان کښې د کم عمره خواریکښو شمیر زیات شوی دی


ملگري ملتونه وايي د رقبې په حساب د پاکستان تر ټولو غټه صوبه بلوچستان کې د زیاتي غریبۍ له امله د خواریکښو ماشومانو شمیر هم زیات شوی دی.

په بلوچستان کې د زیارکښو د نړیوال سازمان استازی سلطان خان وایي هغه شاته پاته ایالت کې شاوخوا ۳۰ زره ماشومان د غریبۍ له امله مزدوری ته اړ دي. د ده په وینا د ماشومانو د حقونو او ژغورنې لپاره قانونونه شته خو عمل ورباندي نه کیږي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني وایي په ماشوموالي کې د مزدورۍ لوی علت غریبي ده چې د ایالت ٦۰ فیصده خلک د غریبۍ تر کچه لاندې ژوند کوي.

په صوبه کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې نادولتي ادارې” سحر“ مشر حافظ رحمت خان وایي یوازې په کوټه ښار کې له ۱۰و څخه تر ۱۲ زره پورې ماشومان، خواري کوي چې زیاتره یې داسې سخت او خطرناکه کارونه دي چې ملګري ملتونه وایې باید ماشومان یې ونکړي.

هغه وایې ” دغه کې د مستري خانو، هر ‌‌‌‌‌‌ډول کانونو، کارخانو، تعمیراتي، هوټلونو، کورونو کې دننه او د کشت وکروندې کارونه شامل دې او نور هم داسې کارونه چیرې چې د کار چاپیریال سم نه وي او ماشومانو ته بدنې او ذهنې زیان اوښتی شې، د نړیوال قانون له مخې یې ماشومان باید ونکړي. “

د خواریکښانو نړیوال سازمان وایې هر کال نږدې ۲۲۰۰۰ ماشومان د کار په محال خپل ژوند له لاسه ورکوي. او د کار په وخت د ناروغه او ژوبل کیدونکو ماشومانو شمیر ‌‌‌‌‌‌ډیر زیات دۍ.

په پاکستان کې د خواریکښو ماشومانو په اړه څه حکومتي شمیرې نشته خو په امریکا کې د” بورجن پراجیکټ“ په نوم د ماشومانو د حقونو او ژغورنې اداره د ۲۰۱۷م کال د شمېرو له مخې وایي، په پاکستان کې تر ۱۲.۵ میلیون زیات خواریکښ ماشومان دي چې پکې ٦۱ فیصده یې هلکان دي او له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته د خواریۍ لپاره تللې دي.

د پاکستان صدر عارف علوي سږ کال د مارچ په میاشته کې د ماشومانو په اړه په ملي کچه د سروې پرانستنه کړې چې له لوري به یې د هغه ماشومانو، چې عمرونه یې تر ۱٦ کلونو پورې وي او مزدوري کوي، کره شمیره او د کار چاپیریال مالوم کړي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني وایي د دوی حکومت په راتلونکې بودیجه کې د ماشومانو د پرمختیا، د هغوی د ذده کړو، او بې کوره ماشومانو لپاره یو شمېر اقدامات وړاندې کړي دي چې په عملي کیدو سره به یې په ماشوموالي د خواریو مخنیوی وشي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG