لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د اسلامي تندلارو د ویرو « تېری بن لادن » فلم باندې بندیز


ځیني خلک باور کوي چې د القاعدې مشر بن لادن د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټ دی
ځیني خلک باور کوي چې د القاعدې مشر بن لادن د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټ دی

پاکستان د القاعدې مشر اسامه بن لادن په اړه هند کې جوړ شوې مزاحیه فلم ددی ویرو له امله چې په هېواد کې به تندلارو ډلو لخوا بریدونه وشي بندیز لگولی دی.

دا فلم چې « تېری بن لادن » یا « لادنه بې له ته » نومېږي د یو پاکستاني ژورنالسټ پحقله دی چې غواړي د القاعده پټ شوي مشر اسامه بن لادن سره مرکه وکړي او د امریکا ویزه تر لاسه کړي.
د پاکستان د فلمونو د جاج اخستنې ادارې سېنسرشپ بورډ د شورو په ورځ فلم خپورونکو ته ویلي دوي د معاملې د حساسیت لا وجې دغه فلم نه شي ښودلی.
ځیني خلک باور کوي چې د القاعدې مشر بن لادن د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټ دی.
فلم خپورونکي د فېصلې پرضد د اپیل حق لري خو د دی خبرې امید کم دی چې فېصلې کې به څه بدلون وشي.
د فلم جوړونکو پلان لرلو چې د فلم د لانجمنې موضوع له وجې دا په بدل کړل شوي نوم « تېری بن » یا « بې له ته » باندې وښائي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG