لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بنو کې یوه نوې هدفي وژنه شوې او کورنۍ یې ریاست ذمه وار بولي


پخوانی عکس

د بنو په جاني خېل سيمه کې د اتوار په ورځ ناپیژاندو کسانو چې مخونه یې پټ و، د مقامي سکول يو استاذ مجيب الرحمان په ډزو ووا‏ژه. تر اوسه يې کومې ډلې د وژلو دعوه نه ده کړې، خو خپلوان يې وايي «تر څو چې رياست مونږ ته د وژونکو په اړه روڼ معلومات رانکړي، زمونږ ذمه وار رياست دی.»

د امریکا غږ ـ ډېوه خبریالانو هڅه کړې چې په دې هکله د حکومتي چارواکو ردعمل هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه په دې کار نه دي بریالي شوي او حکومت د یادې شوې پیښې په اړه څه بیان نه دی جاري کړی.

د وژنې وروسته د مجيب الرحمان کورنۍ او د سيمې خلکو د هغه مړی په سړک ايښودلی و او دا اعلان يې کړی و چې تر څو حکومت قاتلان نيولي نه وي، د احتجاج په توگه دغه مړی خاورو ته نه سپاري. خو د پي ټي ايم د غړو د وينا له مخه، دغه احتجاج د منظور پښتين په وينا ځنډول شوی او د نهې په ورځ د مړي خاورو ته د سپارلو پرېکړه هم شوې ده.

مجيب الرحمان د پي ټي ايم د بنو د کور کميټۍ د غړي نديم اسکر د تره ځوی و. نديم عسکر ډيوه ريډيو ته په خپلو خبرو کې وويل د جلسې نه وړاندې ورته د مقامي «گـــُډ (ښه) طالبانو» ډلې لخوا دړکه ورکړل شوې وه چې د پي ټي ايم د جلسو دې ځان لرې وساتي.

هغه دا هم وويل چې د دغه ډلې پټ مخي د پي ټي ايم په يو بل غړي سيد وزير پسې هم کور ته ورغلي وو خو هغه يې نه دی پيدا کړی. د ادم خان په نوم د طالبانو کمانډر ډله په سيمه کې فعاله ده او مقامي خلک وايي د دې ډلې خلاف کوم پوځي عمليات نه دي شوي.

د پي ټي ايم غړي عبدالله ننگيال په خپل يو ټويټ کې دعوه کړې ده چې د بنو د جلسې نه د بيرته تلونکو خلکو نه د ادم خان ډلې په زور موبايل فونونه اخستلي دي.

د پي ټي ايم دوه نورو مشرانو محسن داوړ او ډاکټر سيد عالم محسود هم په ټوېټر د دې پېښې په اړه څه ليکل کړي دي.

نديم عسکر ډيوه ته دا هم وويل چې دغه سيمه څو کاله وړاندې د ترهگرو نه پاکه گرځول شوې ده او د سيمې پوره اختيار د پوځ په لاس کې دی. ښاغلي عسکر ويلي د مجيب الرحمان وژنه د پښتنو د نسل وژنې سلسه ده چې لا ودرېدلې نه ده. هغه وايي د کوم تن چې قاتل نه وي معلوم د هغه ذمه وار رياست وي.

XS
SM
MD
LG