لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا پنجاب نه غواړي چې سرشمیرنه وشي؟


په اسلام آباد کې د مشترکه مفاداتو د کاونسل د غونډې منظر
په اسلام آباد کې د مشترکه مفاداتو د کاونسل د غونډې منظر

پاکستان کې د وړو صوبو سیاسي او د مدني ټولنو مشرانو د سر شمیرنې د ځنډولو په اړه مرکزي حکومت باندې نیوکې کړي او تور يي لگولی چې دا گام په هیواد د پنجاب د برلاسي لپاره اخیستل شوی.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود د ډیوه ریډیو د روانو چارو په خپرونه کې وویل سرشمیرنه نه یوازې سیاسي بلکه اقتصادي مهموالی هم لري. دده په وینا دا وخت د قبائیلي سیمو د نفوسو شمیر نزدې څلور میلیونه ښوول کیږي خو که سمه سرشمیرنه وشي نو دا شمیره به تر ١٠ میلیونه زیاته شي خو پنجاب نه غواړي چې د پښتنو اصل شمیر معلوم شي. ( ددې یو مثال د شمالي وزیرستان اوسنۍ شمیره ده چې ١٩٩٨ کې د شمالي وزیرستان ولس شمیر ٣٦٠٠٠٠ ده خو دا اوس د شمالي وزیرستان څخه یوازې د بې کوره خلکو شمیره ١٣ لکه ښودل کیږي)

د پښتونخوا ملي عوامي گوند سنیټر عثمان خان کاکړ وايي د پنجاب د گټو لپاره وزیراعظم نوازشریف او د پوځ مشر جنرل راحیل شریف سره یو دي. هغه وویل پنجاب او بلوڅ مشران په دې سر شمیرنه نه غواړي چې په تیرو سر شمیرونو کې به د هغوي درغلي په ډاگه شي. ښاغلي کاکړ د سند، پښتونخوا او د بلوچستان د اعلا وزیرانو غندنه وکړه او وې ویل ددوي اسمبلیانې باید له دوي نه د پټه خوله پاته کیدو پوښتنه وکړي.

د جمعیت علما اسلام له خوا په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفو گوندونو مشر مولانا عبدالواسع وویل سرشمیرنه د اساسي قانون غوښتنه ده او مرکزي حکومت دغه اړتیا پوره کولو کې ناکامه دی. هغه وویل ضروري نه ده چې په ټول هیواد کې په یو وخت سرشمیرنه وشي.

د مرکزي حکومت لخوا د سر شمیرنې ځنډولو، ددې د علتونو او اغیز په اړه بشپړه بحث په لاندیني لنک اوریدی شۍ. کوربه نصیر احمد کاکړ دی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:46:45 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG