لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن ريلوى سټيشن کې چاؤدنې ٢ کسان وژل شوي


چمن سره نزدې د کوژک ټنیډیل چې د کوټه او چمن ترمنځ د ریل گاډي پالټلۍ پې تیره شوي
چمن سره نزدې د کوژک ټنیډیل چې د کوټه او چمن ترمنځ د ریل گاډي پالټلۍ پې تیره شوي
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په چمن سيمه کې په يو ريلوى سټيشن کې دشورو په ورځ شوې بم چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ ددوؤ پوليس عسکرو پشمول د١٥ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي کوئټې ته د يو ريل گاډي تللو لپاره په گڼ شمير کې مسافر په ټکټ کاؤنټر کې ر راټول شوي وؤ، چې په دغه مهال يوه درنه چاؤدنه وشوه.
دچمن د ډپټي کمشنر ترمخه بم دټکټ کاؤنټر سره نزدې په موټر سائيکل پسې تړل شوى ؤ ، کوم چې دريموټ کنټرول په ذريعه الوځول شوى.
دسرچينو په وينا ژوبل شوؤ کسانو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي چې دعلاج لپاره يو نزدې روغتون ته رسول شوي دي، ژوبل شوؤ کې ددوؤ کسانو حالت نازک ښودل کيږي.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې. ؛
په سيمه کې دريلوى ټريفک اودرول شوى اؤ دپيښې وروستو پاک افغان پوله هم تړل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG