لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي تحقیقات ښايي ٦٢٩ پاکستانۍ مېرمنې د پېسو په بدل چینیانو ته واده کړی شوي


د سږ کال د اپرېل د میاشت په دې تصویر کې مهر لیاقت نومې دغه مېرمن یو چینايي سره د خپل واده سند ښکاره کوي
د سږ کال د اپرېل د میاشت په دې تصویر کې مهر لیاقت نومې دغه مېرمن یو چینايي سره د خپل واده سند ښکاره کوي

د پاکستاني مامورینو تحقیقات څرگندوي چې د کال ٢٠١٨ راهسې ٦٢٩ پاکستانۍ مېرمنې د پېسو دپاره چینیانو ته واده کړی شوي او چین ته لیږل شوي دي.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره خپل رپورټ کې وايي پاکستاني مامورینو دغه موندنې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په لړ کې د پلټنو په مهال کړې دي. په رپورټ کې دا هم وېل شوي چې په پاکستان کې زیاتره بې وسله کورنیو مېرمنو د پېسو په غرض د واده په بهانه استحال کېږي.

ای پي وايي پاکستاني مامورینو چینايي سړو سره د پاکستانۍ مېرمنو د ودونو په اړه خپل تحقیقات د حکومت د فشار له امله ودرول ځکه چې نه غواړي د چین سره د هیواد گټه ور تعلقات خراب شي.

په دې لړ کې تر ټولو لویه مقدمه د پنجاب د فیصل اباد ښار په یو عدالت کې د ٣١ چینایانو خلاف چلېدله چې د انسانانو د قاچاق په الزام نیول شوي وو. په مقدمه کې یو شمیر مېرمنو چې وړاندې یې پولیس ته بیانونه ورکړي وو، هغوی خاموشي اخیتار کړه او د فشار او یا د پېسو په بدل کې یې بیانونه بند کړل. او د عدالت او پولیس چارواکو ترمخه، نیول شوي ٣١ چینایان عدالت بري کړل.

سلیم اقبال چې یو شمیر مېرمنې یې د چینایانو سره د ودونو نه ژغورلې، ای پي ته وویل د اېف ايي ای یو شمیر افسران چې د چینایانو سره د پاکستاني مېرمنو د ودونو په اړه یې تحقیقات کول، نورو ځایونو ته بدل کړی شوي دي او لوړ رتبه پاکستاني مامورین دې مسلې ته توجه نه ورکوي.

ای پي وايي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي یو شمیر لوړ رتبه پاکستاني چارواکو د انساني قاچاق په دې اړخ تحقیقات ځنډولې دي، تحقیقات کونکي مایوسه شوي دي او پاکستاني مطبوعات هم په ادې اړه خبرونه نه ورکوي.

یو چارواکي ای پي ته د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې چین ته د پاکستاني جینکو قاچاق زیات شوی ځکه چې په دې کې ککړو خلکو ته معلومه ده چې څوک یې پوښتنه نه کوي.

د چین خارجه وزارت وویل چینایانو سره د واده شویو پاکستاني جینکو په اړه د فهرست په اړه معلومات نه لري. وزارت ای پي ته په یو بیان کې وویل د چین او پاکستان حکومتونه د قوانینو او ضابطو سره سم د خوشحالو کورنیو په جوړولو کې د خپلو خلکو مرسته کوي خو په پوله د غیرقانوني توگه د خلکو د تگ راتگ ته هیڅ زغم نلري.

د سږ کال د سر د وخت د ای پي تحقیقات ښايي چینیانو سره د ودونو نوی هدف د پاکستان د اقلیتي عیسايي ټولنې جینکۍ دي چې زیاتره د بې وځله کورنیو سره تعلق لري او د پېسو په بدل کې چینايانو ته واده او چین ته بوتلل شي. ای پي وایي ډیرې دغه کمه عمره پاکستانۍ ناویانې په تنهايي کې وخت تېروي او په ځینو موقعو د پېسو دپاره په جنسي کاروبار مجبورې کړی شي او بیا په پاکستان کې خپلو کورنیو ته خواستونه کوي چې دوی وطن ته بیرته بوځي.

ای پي وايي چینایانو سره د پاکستانۍ مېرمنو د ودونو په لړ کې یې د پولیس مامورینو، عدالتي کارکونکو، د جینکو مېندو او پلرونو سره خبرې کړې دي چې په خپلو کړنو یې پښېماني څرگنده کړې او بیرته پاکستان ته ستن شویو مېرمنو او هم په چین کې میشته پاکستاني "برایډز" یا ناویانو سره مرکې کړې دي.

ای پي وايي د عیسايي ټولنې مېرمنې ځکه په هدف کیږي چې زیاتره د بې وځله کورنیو سره تعلق لري. مامورینو داسې یو ملا هم نیولی چې چینیانو سره د پاکستانۍ مېرمنو د نکاح دپاره یې په خپله مدرسه کې د ودونو دفتر پرانیستلی و.

پاکستاني مامورینو د ٦٢٩ مېرمنو دغه فهرست د هغوی د ودنونو تاریخونو، په شناختي کاډونو د هغوی او د هغوی د خاوندانو د نومونو او په هوايي اډو د هغوی د تگ راتگ د ریکارډ په بنیاد تیار کړی دی.

چارواکي گڼي چې چینایانو سره د پاکستانۍ مېرمنو زیاتره ودونه په ٢٠١٨ کې او د ٢٠١٩ په شروع کې شوي دي. یو چارواکې ويلي هغه گڼي چې زیاتره ودونه د پېسو دپاره شوي دي.

دغه چارواکي ای پي ته وویل دا نه ده معلومه چې د دغه فهرست د تیاریدو وروسته نور څومره ودونه به شوي وي خو هغه زیاته کړه "دغه گټه ور تجارت دوام لري."

ای پي وايي دغه چارواکي د ادارې سره خبرې د خپل دفتر نه څو سوه کلومېټره لرې وکړې چې دا رنگ خپل شناخت خفیه وساتل شي. چارواکي وویل پاکستانیان یا چینایان چې دغه ودونه کوي د چینایانو نه د یو واده د ٢٥٠٠٠ ډالرو نه واخلې تر د ٦٥٠٠٠ ډالرو پورې پېسې اخلي خو د جینۍ کورنۍ ته یوازې ١٥٠٠ ډالر ورکوي.

ای پي وايي که څه هم په دې اړه یې څه ډیر شواهد نه دي ترلاس کړي خو په یو کېس کې چین کې واده کړی شوي جینۍ د بدن نه اندامونه اخیستل شوي وو ځینې د پېسو دپاره په جنسي کاروبار مجبور کړی شوي وې.

د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان تحقیقاتي ادارې وزیراعظم عمران خان ته یو رپورټ ولیږلو چې عنوان یې وو "د چینیانو د جعلي دودونو کېس."

ای پي وايي عمران خان ته لېږل شوی دغه رپورټ یې لیدلی دی. په رپورټ کې د ٥٢ چینایانو او د هغوې ٢٠ پاکستاني ملگرو ذکر شوی چې په اسلام اباد، لاهور او فیصل اباد ښارونو کې یې د جعلي ودونو کاروبار کولو.

د انساني حقونو کارکوونکو ترمخه چین سره خپل تعلقات د نه خرابولو په غرض پاکستان نه غوښتل چې د چینایانو او د پاکستانۍ مېرمنو د ودونو دغه مسله رابسیره شي.

پي وايي په چین کې د پاکستانۍ ناویانو دپاره د طلب بنیاد د چین په ابادۍ کې دی چې په ابادۍ کې یې د ښځو په مقابل کې د سړو شرح زیاته ده او د سړو شمیره د ښځو ته ٣۴ میلینه زیاته ده.

د میانمار نه په غیرقانوني توگه چین ته د جینکو د بوتلل کېدو په اړه د انساني حقونو ادارې هیومن رایټس واچ دا میاشت په خپل یو رپورټ کې وویل دغه عمل مخ په زیاتېدو دی. په رپورټ کې وېل شوي چې پاکستان، کمبوډیا، انډونیشیا، لاوس، میانمار، نیپال، شمالي کوریا او ویتنام د دې کاروبار سرچیني هیوادونه دي.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسي انټرنېشنل د جنوبي ایشیا د چارو مسؤل عمر وړایچ وویل پاکستان ته نه ده پکار چې چین سره د خپلو تعلقاتو په خاطر د خپلو شهریانو د حقونو په سرغړونوې سترگې پټې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG