لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کشمير کې د پاکستان او چین مشترکه سرمايه کاري څیړونکي په هندوستان د چین ګزار بولي


وزيراعظم عمران خان په ډېم د کار د شروع کېدو تختۍ نه د پردې لېرې کوولو وروسته خبريالانو ته وویل دا به د پاکستان دريم لوي بند يا ډيم وي
وزيراعظم عمران خان په ډېم د کار د شروع کېدو تختۍ نه د پردې لېرې کوولو وروسته خبريالانو ته وویل دا به د پاکستان دريم لوي بند يا ډيم وي

د هندوستان د نيوکو پرته پاکستان او چين په ګلت بلتستان سيمه کې په ديامير بهاشا ډيم جوړولو رسمي کار پېل کړو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره د پوځي مشرانو تېره ورځ په شمالي سيمو کې د بند د جوړیدو پرانسته وکړه چې په کال ۲۰۲۸ م کې به سرته ورسي.

په بند به اته بېلينه ډالرې مصرف کیږي او۴۵۰۰ مېګا واټه بجلي به جوړوي.

وزيراعظم عمران خان په ډېم د کار د شروع کېدو تختۍ نه د پردې لېرې کوولو وروسته خبريالانو ته وویل دا به د پاکستان دريم لوي بند يا ډيم وي او د چين د ۵۰۰۰ لويو بندونو څخه یودی. عمران خان زیاته کړه چې چين په مجموعي توګه د اتيا زره نه زيات لوي واړه ډيمونه جوړ کړي دي.

د یامیر بهاشا بند اوچتوالی به ۲۷۲ ګزه وي او د شپږ نيم ميلينه اېکړه فټه اوبو زيرمه کولو ځآی به لري. چارواکي‌ وايي د سېلابونو په مخنيوي کې په لوي رول ولوبوي، او زياتوي د دغې بند نه به څلوريشت لکه جيربه ځمکه اوبه کېږي.

د کشمير ګلګت بلتستان سيمه کې د چين د بارډر نه ۴۰۰ کلوميټره لرې په ديامير بهاشا ډيم هندوستان نيوکې کړي. هند ټول کشمير خپله برخه ګڼي او د دغې بند جوړېدل د خپلې خپلواکۍ سرغړونه ګڼي، خو پاکستان او چين د هندوستان نيوکې مسترد کړي او دغه يې بې ځايه بللي. چین او پاکستاتن د بند جوړېدل د سيمې د ولس د پاره ګټه ور بللي.

دغه بند به د چين سرکاري کمپني چاینا پاور او د پاکستان د پوځ فرنټير ورکس آرګناېزېشن په ګډه جوړوي چې ۷۰ ٪ کار به پکې چين او دېرش فېصدي به پکې د پاکستان د پوځ کمرشل څانګه کوي.

ديامير بهاشا ډيم د سي پېک برخه نه ده. چين په تېره يوه مياشت کې د سيپېک د منصوبې لاندې په کشمير کې د دوه بجلي ګرو جوړولو د پاره پاکستان سره د څلورو اربو ډالرو لوظنامې هم دستخط کړي دي. دغه بجلي ګرې به ۱۸۰۰۰ مېګا واټه بجلي به جوړوي.

په واشنګټن ډي سي کې د آېشيا پروګرام ډاېرېکټر ماېکل کوګل مېن د چين لخوا په کشمير کې دپاکستان سره ګډه سرمايه کاري د هند دپاره يو لوي ګزار بللې او وايي، دا به د چين او هندوستان ترمينځ په روان تاؤ تريخوالي کې يوه بله لانجه راپوته کړي.

چين په پاکستان کې د ۲۹ اربه ډالرو سرمايه کاري کړي او د دواړو ملکونو چارواکي‌ وايي دې سره په پاکستان کې ۷۵۰۰۰ کسانو ته روزګارونه په لاس ورغلي او ډېر زر به د پاکستان د بجلۍ د کمي يا لوډشېډنګ مسله ختمه شي.

خو ځينې څيړونکي د چين لخوا په پاکستان کې سرمايه کاري د چين لخوا د قرضو په جال کې د ښکېل کولو يوه بهانه ګڼي.

د امريکې وتلې سفارتکارې اېلس وېلز څو څو وارې په سېپېک منصوبه ټکونه کړي چې دې سره به پاکستان د چين د قرضو په جال کې ښکېل شي.

خو د پاکستان په سېنټ کې د بهرنيو اړيکو د څانګې مشر مشاهد حسېن د پاکستان او چين ترمينځه د سيپېک منصوبه يوه تاريخي منصوبه ګڼي او وايي‌ د دغې منصوبې د بجلۍ او روډونو زياتره کارونه پوره شوي او دې سره په پاکستان کې ۷۵۰۰۰ کسانو ته روزګارونه په لاس ورغلي او ۲۸۰۰۰ پاکستاني طالبعلمان د دغې منصوبې لاندې په چين کې سبقونه وايي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG