لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين او پاکستان په سیمه کې د پرمختګ او امن لپاره د شریکو کوښښونو لوظ کړی، دواړه هیوادونه د ګاونډی هند سره ناچاقي لري


چین او پاکستان په یو شریک بیان کې ویلي دواړه هیوادونه په سیمه کې د پرمختګ او د شریکو مفاداتو په خوندي کولو صلاح شوي دي.

تېره ورځ د چین په هنان صوبه کې د چین او پاکستان د سټراټیجک خبرو ورستو په یو شریک بیان کې ویل شوي د سیمې د هیوادونو تر منځه د همکارۍ سوا کولو لپاره د مشرانو تر منځ خبرې وشوې. ددغو خبرو لپاره د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د چین په سفر ؤ.

د دواړو هیوادونو تر منځ په سیمه کې د امن لپاره د شریکو کوښښونو خبرې په داسې حال کې شوي چې د چین او پاکستان د ګاونډی هیواد هندوستان سره سفارتي اړېکې د تاو تریخوالي ښکار دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د چين د سفرنه وړاندې په يو بيان کې ويلي وو:

"سیمه ییزه امنیتي وضعه په توندۍ سره خرابیدونکی ده"

د بهرنیو چارو وزیر تور ولګولو چې:

" د هند جګړه ییز دریځ او د خپل اغیز زياتولو تګلارې سره د سیمې امنیت په خطر کې اچول شوی دی"

د روان کال د جولاي په پینځمه نیټه د پاکستان حکومتي، پوځي او استخباراتي چارواکو د ېوې غونډې ورستو په اعلامیه کې ویلي وو:

”غونډې د هند د ولقې لاندې کشمیر او جمو کې د هندي ځواکونو لخوا د بشري حقونو په سرغړونې اندیښنه څرګنده کړه"

ددغې غونډې ورستو د هند خارجه وزارت پاکستان ته په احتجاج کې وریاد کړي وو چې ځواکونه یې په کشمیر کې د ډزبندۍ خلاف ورځي کوي.

د هند ورځپاڼه دي هندو د هندوستان د خارجه چارو د وزارت د چارواکو له خولېویلي وو چې نوي ‌‌‌‌‌‌ډلي اسلام اباد ته احتجاج کړی چې پاکستاني ځواکونو د کشمير په سيمه کې د ‌‌‌‌‌‌ډزبندۍ خلاف ورزي کړې ده.

وزارت دا هم ويلي وو چې پاکستان په روان کال کې د جون د مياشتې پورې د 2432 نه زيات ځله په اېل او سي د ‌‌‌‌‌‌ډزبندۍ خلاف ورزي کړې ده.

پاکستان وایي هند د روان کال د اپریل د دیرشمې نېټې پورې د ډزبندۍ 919 ځله سرغړونه کړې ده.

د هند اکنامک ټایمز ورځپاڼې دعوه کړې وه:

" پاکستان تقریبا خپل دوه زره اضافي پوځیان تر خپله ولکه لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان کې له لاین آف کنټرول سره اچولي دي، چې مقصد یې په ختیځ کې د چین له پولې یا لاین آف ایکچول کنټرول سره د چین پوځونه ځای پر ځای کول دي"

هندي رسنۍ دا دعوه هم کړې وه چې وایي د ګلګت بلتستان د سکردو هوایي ډګر د چین پوځ ته سپارل شوی دی.

د پاکستان پوځ په هندي رسنیو کې شوې دعوې رد کړې وې چې په ګلګت بلتستان او کشمیر کې یې پر لاین آف کنټرول یا د پولې پر کرښه باندې نور پوځ پر ځای کړی دی او په پاکستان کې یې د چین د پوځ د موجودګۍ خبره هم بېځایه بللې ده.

دهند او چين تر منځ وروستۍ نښتې

په ورستیو کې د چین او هندوستان تر منځ ګډې پولې ته څېرمه په لداخ سیمه کې د جون پر 15مه نښته شوې وه چې پکې هند د خپلو 20 پوځیانو د وژل کېدو دعوه کړې وه. دا په تېرو څلورنیمو لسیزو کې د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي.

د هند وزیراعظم نریندر مودي چین سره په سرحد د ورستي تاو تریخوالي په اړه ویلي وو چې د توسیع پسندۍ زمانه ختمه شوې‌ ده.

نن د پاکستان صدر عارف په ټویټ کې لیکلي چې د چین صدر شي جن پینګ ورته یو خط استولی دی.

د ښاغلي علوی تر مخه صدر شي ورته لیکلي چې په سیمه کې د امن او پرمختګ لپاره به دواړه هیوادونه به شریک ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG