لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د چین په مرسته خلا ته دوه سیارې ولېږلې


د چین د لانگ مارچ نومې راکټ چې د پاکستان دوه سیارې یې د گل، دوشنبې، په ورځ خلا ته ورسولې

چین د گل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان دوه سیارې خلا ته ولېږلې.

د یوې سیارې نوم پي ار ایس ایس ون او د بلې سیارې نوم پاک ټېس ون ای دی.

پي ار ایس ایس ون پاکستان د چین نه اخیستې ده و د چین د خلايي تحقیق ادارې چاینا سپېس ټېکنالوجي یا کیسټ تیاره کړې ده.

پاک ټېس ون ای د ساینس د تجربې سیاره ده چې پاکستان خپله تیاره کړې ده.

خلا ته د رسیدو ورسته پي ار ایس ایس ون د معمول سره سم کار پېل کړو او د شمسي توانايي تختې یې پرانیستلې.

دغه سیاره د اووه کلونو پورې په خلا کې پاتې کېدی شي، پکې دوه کېمرې لگېدلې دي چې د شپېته کلومېټره لرې فاصلې نه د یو مېټر لوې څېز تصوېر اخیستلی شي.

دغه کمېرې په بوټو کې د ناروغو او په بوټو د حمله کونکو چینجو څارنه کولی شي او د چین تر ټولو بهترینې کېمرې دي.

ددې ترڅنگ دغه کېمرې په ځمکه د وسایلو د جاج اخیستلو، د قدرتي افتونو، په زراعت کې د تحقیق، د شهري علاقو په پرمختگ او د سي پېک په اړه معلوماتو کې استعمالیدی شي.

XS
SM
MD
LG