لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ته د چین او متحده عربي اماراتو د پیسو پر امداد خبرې


واشنگټن ـ چینايي او پاکستاني چارواکي وايي بیجنګ اسلام اباد ته د مالي مرستو ورکولو پلان لري. بل خوا متحده عرب امارات د ۶ ارب ډالره مالي مرستو لپاره د پاکستان په درخواست غور کوي چې بهر ملکونو ته د قرضو بیرته ورکولو مالي کړکیچ نه د ملک په راویستو کې ورسره مدد وکړي.

پاکستان ته په ممکنه توګه د امداد ورکولو خبرونه په داسې وخت راغلي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ریاض د دورې په وخت د سعودي عرب نه په فوري توګه د ۶ ارب ډالره مرستو وعده ترلاسه کړي.

پاکستان ته د خپلو ۸ ارب ډالره نه کمو زرمبادله ذخیرو زیاتولو لپاره د بهرنیو مالي مرستو ضرورت دی کومې چې د قرضو واپس کولو او د پاکستان سره پرتو د شپږو هفتو پورې د درامداتو په سر پیسو ورکولو لپاره ډېرې په ګرانه کافي دي.

دوه میاشتې وړاندې په واک کې د راتلو وروستو د عمران خان حکومت ته د قرضو ډک اقتصاد په لاس کې پاتې شوی. حکومت اندازه لګوي چې د ملکي او بهرني ضرورتونو پوره کولو لپاره ورته په فوري توګه د ۱۲ ارب ډالرو ضرورت دی.

عمران خان به د نومبر دویمې نه تر پنځمې نېټې پورې د چین اولنۍ سرکاري دوره کوي چرته چې به نوموړی د چین صدر شي ژن پنګ او د خپل چیناي سیال سره لیدل کتل کوي.

اسلام اباد کې چیناي سفارتکارانو د عمران خان د سفر وړاندې ویلي دغه دوره به د پاکستان لپاره مالي مرستو ترلاسه کولو کې ښه خبرونه مخې ته راوړي.

اسلام اباد کې د چین مرستیال سفیر لي جیان زاو د یو پوښتنې په ځواب کې ویلي د عمران خان د سفر په وخت به دوي د پاکستان حکومت ته مرستې ورکوي او دا چې د عمران خان سفر ته سترګې په لار دي.

د نوموړي نه چې کله تپوس وشو چې آیا بیجنګ به عمران خان ته هغه اومره مرستې ورکړي څنګه چې سعودي عرب ژمنه کړې نو هغه د دې ویلو نه ډډه وکړه چې د پاکستان حکومت ته به څومره مالي مرستې ورکوي.

د سعودي عرب سره شوي تړون ترمخه به ریاض په راتلونکو ورځو کې د پاکستان مرکزي بینک سټیټ بینک آف پاکستان ته د یو کال لپاره درې ارب ډالره ورکوي. ددې ترڅنګ به سعودي عرب اسلام اباد ته د راتلونکو درې کالونو پورې د ۳ ارب ډالرو تیل برامد کوي چې د هغې پیسې به په تاخیر سره یعنې په وروستو وخت کې ورکړی کیږي.

د عمران خان حکومت د سعودي عرب لخوا مالي مرستو سره د څه قسم شرطونو رپورټونه رد کړي.

د پاکستان د سرمایه کارۍ د بورډ چیرمین هارون شریف د خالي په ورځ ویلي د پاکستان حکومت د اسلام اباد په سفر د متحده عرب امارات وفد ته په رسمي توګه د مالي مرستو ترلاسه کولو هم هغه رنګ درخواست کړی څنګه چې سعودي عرب پاکستان سره ژمنه کړې. نوموړي ویلي متحده عرب امارات پاکستان ته د تیلو ورکولو یو غټ ملک دی.

هغه تمه څرګنده کړې دا به د مالي مرستو يو ښه پیکیج وي کوم چې به لږ کم یا زیات د سعودي عرب لخوا اعلان کړو مرستو په رنګ وي.

د ملګرو ملکونو نه مالي مرستو ترلاسه کولو ترڅنګ دعمران خان حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف نه د مالي مرستو لپاره درخواست کړی. امکان دی د آي ایم ایف او د پاکستان ترمنځ د نومبر په اوومه نېټه اسلام اباد کې په رسمي توګه خبرې اترې شروع شي. پاکستان ددې وړاندې هم د آي ایم ایف نه څو ځله قرضې اخستي.

څیړونکي وايي د سعودي عرب ترڅنګ د متحده عرب امارات او چین نه په ممکنه توګه مالي مرستې به د آي ایم ایف سره په خبرو اترو کې د پاکستان پوزیشن مضبوط کړي او دا امکان څرګندیږي چې کیدی شي پاکستان ته د آي ایم ایف نه د وړاندې اندازو نه د کمو مالي مرستو ضرورت پاتې شي.

XS
SM
MD
LG