لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سي ائي اى سټيشن چيف امريکا ته ستون شوی


په تيرو اوؤ مياشتو کې اسلام اباد څخه دامريکائي استخباراتي چارواکو خپل هيواد ته دستنيدو دغه دوهمه پيښه ده
په تيرو اوؤ مياشتو کې اسلام اباد څخه دامريکائي استخباراتي چارواکو خپل هيواد ته دستنيدو دغه دوهمه پيښه ده

امريکائي او پاکستاني چارواکي وائي پاکستان کې دروان کال دمئ په دوهمه نيټه ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد ترسره شوؤ خفيه عملياتو څارونکى د امريکې داستخباراتي شبکې سي ائي اى سټيشن چيف بيرته خپل هيواد ته روان شوى دى.
امريکائي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دسي ائي اى دغه مشر دروغتيائي علتونو له امله تللى دى.
دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکوکې تاؤتريخوالى دروان کال دمئ په 2مه نيټه ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دامريکائي ځواکونو لخوا دشپې په تيارۀ کې دترسره شوؤ خفيه عملياتو څخه وروستو سيوا شوى ؤ.
امريکائي او پاکستاني چارواکو پاکستان څخه دسي ائي اى دسټيشن چيف خپل هيواد ته دروانيدو پخلى کړى.
اى بي سي نيوز دپاکستاني او امريکائي چارواکو له خُلې وئيلي دي دسي ائي اى کوم افسر چې پاکستان څخه خپل هيواد ته روان شوى داسې هيله نۀ کيږي چې گنې هه به بيا هم راستون شي.
سي بي ايس دامريکائي چارواکو له خلې وئيلي دي چې دسټيشن چيف اسلام اباد څخه دتللو باوجود به په پاکستان کې امريکائي استخباراتي هڅو کې څه رقم خنډان نۀ راپورته کيږي.
داى بي سي ترمخه اسلام اباد کې دسي ائي اى دسټيشن چيف او پاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي دمشر ليفټننټ جنرل شجاع پاشا ترمينځ اړيکې ښې نۀ وې.
په تيرو اوؤ مياشتو کې اسلام اباد څخه دامريکائي استخباراتي چارواکو خپل هيواد ته دستنيدو دغه دوهمه پيښه ده، له دې وړاندې کال 2010م کې هم پاکستان کې گمارل شوى دسي ائي اى يو لوړپوړى چارواکى په دغه هيواد کې دهغه ژوند ته دپيښو خطرو له امله بيرته غوښتل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG